پاکستان د طالبانو د ملاتړ په باب د ډاکتر سپنتا ادعا رد کړه

پاکستان د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار دا ادعا رد کړه چې دغه هیواد(پاکستان) تروریستانو ته پناه ورکړې ده.د پاکستان د باندنیو چارو د وزارت ویندوی عبدالباسط وویل چې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار رنګین دادفر سپنتا ادعا څه نوې خبره نه ده بلکې د پاکستان او د هغه د استخباراتي ادارو پرضد تکراري او بې بنیاده ادعاګانې دي.

د ولسمشرکرزي د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا په یوه لیکنه کې ، چې د دوشنبې په ورځ په واشنګټن پوسټ کې چاپ شوه، پر پاکستان تور پورې کړ چې دوه مخې پالیسي پرمخ بیايي ک ،له یوې خوا له لوېدیځوالو په ملیاردونو ډالره مرسته اخلي او له بلې خوا د هغوی پرضد تروریستي ډلو ته پناه ورکوي.

ده همداراز لیکلي:«پاکستان القاعده، حقاني شبکې، د حکمتیار ډلې او د کوټې شورا ته پناه ورکړې او د هغوی ملاتړ ته دوام ورکوي.»

سپنتا په نړیوالې ټولنې ږغ کړی چې د ترهګرۍ پرضد د پراخې ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه په پاکستان کې د دېره ترهګرو ډلود ځپلو لپاره پکار ده چې هغه دولتونه ورټل شي چې تروریستان د خپلې بهرنۍ پالیسۍ لپاره د یوې وسیلې په توګه شتمني ګڼي .

خو د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویندوی عبدالباسط وویل چې دا د ښاغلي سپنتا خپل شخصي نظر دی او د افغانستان او پاکستان د ولسمشرانو د نظر څرګندونه نه کوي ځکه چې دوی دواړه له یوبل سره تفاهم لري.

ده زیاته کړه:«زموږ دواړه هیوادونه د دې مسلې پر اهمیت پوهېږي چې شرارت غوښتونکي(ترهګر) وځپل شي څو په سیمه کې سوله او ثبات رامنځته شي.»

ده همداراز وویل چې پاکستان به په دا ډول نامنصفانه څرګندونو تاوان ونه کړي او له افغانستان او نړیوالې ټولنې سره به همکارۍ ته دوام ورکړي چې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ مخه ونیول شي.

پر پاکستان د افغانستان او امریکا له لوري له ډېرې مودې راهیسي شک کېږي چې په پټه د طالبانو ملاتړ کوي څو له دې هیواده د نړیوالو ځواکونو د وتلو په صورت کې خپل ګوډاګی رژیم واک ته ورسوي .

مشهورې امریکايي ویبپاڼې ویکي لیکس په وروستیو کې په زرګونو سندونه افشا کړل چې له طالبانو سره د پاکستان ملاتړ په زغرده ښيي.

د دغو سندونو له افشا کېدو وروسته په افغانستان کې د لوېدیځوالو پر نیتونو د ډېرو افغانانو شکونه لا زیات شوي دي.دوی وايي سره له دې چې لوېدیځوال له دې ټولو مسایلو خبر ول ولې یې نه یوازې دا چې پاکستان د طالبانو د ملاتړ په خاطرتر فشار لاندې نه راوسته بلکې لا یې له دې هیواد سره مرستې زیاتولې.

د افغانستان په مختلفو برخو کې تاند ته بیا بیا ویل شوي چې بهرني ځواکونه طالبانو ته وسلې ورکوي او هغوی داسي سیمو ته په الوتکو کې رسوي چې مخکې یې پکې حضور نه درلود.دا خبره ولسمشرکرزي هم په یوه وینا کې یاده کړه خو تراوسه پورې هیڅ لوېدیځې مرجعې په دې باب عکس العمل نه دی څرګند کړی.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: