په راتلونکو اوونیو کې به د طالبانو پرضد جنګ تېز شي

د ناټو تړون مشرد دوشنبې په ورځ وویل چې د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونه به په راتلونکو اوونیو کې په افغانستان کې د طالبانو پرضد عملیات سخت کړي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن د دوشنبې په ورځ د ډنمارک د تلویزیون دوهم خبري چاینل ته په مرکه کې وویل :«زه د امریکا له پوځي مشرانو سره په دې برخه کې د نظریووالی لرم چې د طالبانو پرضد باید په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې د هغوی په مهمو مرکزونو کې جګړه تېزه شي.

موږ حاضردمه په ډېرحساس پړاو کې یو.موږ افغانستان ته نور عسکر لېږلي چې پرطالبانو حملې وکړي.د دې په نتیجه کې به نورې جګړې وشي او له بده مرغه نورکسان به ووژل شي.»

راسموسن وویل چې په هلمند او کندهار ولایتونو کې له خپلو مرکزونو څخه د طالبانو د ایستلو لپاره جنګي عملیات د نړیوالوځواکونو د ستراتیژۍ یوه برخه ده.له بده مرغه موږ مجبوره یو چې جګړه تشدید کړو څو افغان امنیتي ځواکونو ته د خپل هیواد د امنیتي چارو مسوولیت وسپارلی شو.

ده وویل چې هیله لري د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې چې د پرتګال په مرکز لیزبون کې جوړېږي ،په دې پرېکړه وشي چې افغان امنیتي ځواکونو ته دې له راتلونکي کاله د خپل هیواد د امنتیي چارو مسوولیت وسپارل شي .

راسموسن په افغانستان کې موجود یولکو شل زره پوځیان د طالبانو د خوراور مقاومت د ماتولو لپاره کافي وبلل او ویې ویل چې طالبان له پوځي لارې د جګړې د ګټلو هیڅ چانس نه لري.خو د افغانستان د شخړې حل یوازې پوځي نه دی.ده د افغانستان اوسني حالات د قناعت وړ ونه بلل خو ویې ویل چې یوڅه پرمختګ شوی دی.

ده همداراز وویل: « که ټاکل شوې وي چې په افغانستان کې ثبات راشي څو موږ ووتلای شو، ضروري ده چې د تعلیم،روغتیا او اقتصاد له نظره په دې هیواد کې باثباته ټولنه رامنځته شي.»

راسموسن سره له دې چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې افغان امنیتي ځواکونو ته د ټولو امنیتي چارو د سپارلو هرکلی وکړ له افغانستانه یې د ټولو نړیوالو قواوو د وتلو په وړاندې خبرداری ورکړ او ویې ویل :«د دې مانا به دا وي چې طالبان بیا راشي.او زموږ ټولې خوارۍ په اوبو لاهو شي.»

تاند

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: