د امریکايي پوځیانو وتل به د طالبانو پر روحیه څه اغیز ولري

د امریکا یو جګپوړی پوځي مقام وايي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو په برخه کې د امریکا د ولسمشربارک اوباما اعلان د وسله والو طالبانو روحیه پیاوړې کړې او هغوی یې په دې باوري کړي، چې د امریکايي قواوو د وتلو تروخته مقاومت ته دوام ورکړي. په افغانستان کې د امریکا د پلیو سمندري قواوو د قول اردو قوماندان جنرال جېمزکانوې وویل. دی باور لري چې سمندري پلي ځواکونه به په راتلونکو څو کلونو کې د افغانستان په جنوب کې پاتې شي.

د امریکا ولسمشر اوباما د تېر کال په وروستیو کې اعلان وکړ، چې د راتلونکي کال له جولای میاشتې وروسته به له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو بهیر پیل کړي.

خو په افغانستان کې د امریکا د پلیو سمندري قواوو قوماندان جنرال جېمزکانوې General James Conway د ولسمشراوباما له خوا ټاکل شوې نېټې ته په اشارې سره وویل، چې له دې اعلان سره طالبان زړور شوي دي:

“د جولای د ټاکل شوې نېټې په اړه باید ووایم، چې زه فکر کوم که تاسو دا موضوع تعقیب کړې وي، ولسمشراوباما په دې اړه په یوه وخت کې په بېلابېلو ځایونو کې خبرې کړې دي.

موږ فکر کوو چې دې وینا په یوه ډول سره دښمن پیاوړی کړی. موږ د دوی داسې مکالمې کشف کړې چې یوبل ته وایي، موږ ته په کار دي چې ځانونه یوڅه نور ټینګ کړو.”

د ولسمشر اوباما د نظریې پلویان وايي، چې د ۲۰۱۱ کال له جولای میاشتې وروسته د امریکايي ځواکونو د وتلو د نېټې ټاکل به افغان حکومت دې ته اړباسي چې ژرترژره خپل امنیتي ځواکونه پیاوړي کړي څو د امنیتي مسوولیتونو منلو ته چمتو شي.

خو د دې نظر مخالفان وايي، چې دې اعلان منفي نتیجه ورکړې او طالبانو داسي انګېرلې چې امریکا له جګړې څخه خپلې پښې باسي او امریکایانو ته په افغانستان کې د پرمختګ د چټکوالي په باب غیر حقیقي تمه پیدا کوي.

جنرال کانوې په عین حال کې وویل، چې د ۲۰۱۱ کال په جولای کې به ښايي ځینې امریکايي پوځیان ووځي او خپل مسوولیت به افغان ځواکونو ته وسپاري خو دی باور لري، چې دا به نور ځواکونه وي، نه پلي سمندري ځواکونه:

“که تاسو زما دا وړاندیز چې پلي سمندري ځواکونه دې د ۲۰۱۱ کال له جولای وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي ومنئ، پوهېږئ چې دښمن به خپلو جنګیالیو ته څه ووايي؟

ځکه د دوی مشران خو هسې هم په بهر کې دي او له هغه ځایه په افغانستان کې حملې تنظیموي او د هغو لپاره دننه راتلل ډېر خطرناک کار دی.

عادي جنګیالي د دوی دا خبرې مني چې ورته وايي، امریکایان به د راتلونکي کال په اوړي کې ووزي او نتیجه به دا شي چې موږ به هلته حاضر یو او دوی به داسې وځپو لکه تراوسه مو چې ځپلي دي. زه فکر کوم چې که داسې وشي، دا به زموږ لپاره ډېره ښه وي.”

په دې وروستیو کې ځینو امریکايی چارواکو ویلي، چې د ۲۰۱۱ کال په نیمايي کې به له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل پیل شي خو دوی داهم په ډاګه کړې ده چې دا به له دې سره تړلي وي چې د افغانستان حالات پر کوم لوري درومي. دوی ویلي که حالات خراب وو، بیا دا امکان نشته چې ډېر شمېر امریکايي عسکر ووځي.

د امریکا په حکومت کې ځینې د دې پلوي دي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر کم شي او هغه زیات لګښتونه چې په دغو ځواکونو کېږي، باید د افغان ځواکونو د شمېر په ډېرولو وشي.

د دوی په وینا امریکايي پوځیان باید له افغان ځواکونو سره یوازې هوايي او تاکتیکي مرستې وکړي. دوی وايي، له دې سره به د امریکايي پوځیانو تلفات کم یا یومخ ختم شي اود جګړې لګښت به هم کم شي.

ویل کېږي امریکايي پوځیان د همدې هدف لپاره په هلمند، شینډنډ او مزارشریف کې د سلګونو ملیونو ډالرو په لګښت لوی هوايي ډګرونه جوړوي څو امریکايي الوتکې مجبوره نه وي چې د اکتشافي عملیاتو یا بمباریو لپاره اوږده واټنونه ووهي. دا هوايي ډګرونه به د ۲۰۱۱ کال ترپایه پورې بشپړ شي. 

ازادی رادیو

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: