د بوسنیا پارلمان افغانستان ته د ځواکونو لېږل تصویب کړل

د بوسنیا پارلمان د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته د پنځه څلوېښت سرتېرو د لېږلو په باب د دغه هیواد د ولسمشرپرېکړه تصویب کړه.دا پوځیان به په فغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې د ایساف په چوکاټ کې خدمت کوي.

بوسنیايی پوځیان به راتلونکې اکتوبرمیاشت هلمند ته ولېږل شي او په دې ناکرار ولایت کې به د ډنمارکي ځواکونو پر اډې پیره کوي.

د ناټو تړون د عمل په پلان کې د بوسنیا د غړیتوب یوشرط دا وو چې دا هیواد په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې ایساف ځواکونو ته خپل عسکر ولېږي.

ناټو په اپریل کې د بالکان د سیمې هیوادونوته بلنه ورکړه چې د ناټو د عمل په پلان کې شامل شي خو ویې ویل چې دا هیوادونه بشپړ غړیتوب تر هغو نه شي ترلاسه کولی چې د بوسنیا دوی سیمې، د مسلمانانو او کرواتانو فدرېشن او د سربیا جمهوریت پوځي شتمنۍ د خپلو هیوادونود دفاع وزارت ته اختصاص نه کړي.

سربیا ټینګار کوي چې دا شتمنۍ له ټولې سیمې سره تعلق لري او یوازې دا اجازه ورکولی شي چې تر یوې ټاکلې مودې پورې یې د پوځي اډو لپاره په کرایه ورکړي.

د بالکان په نورو هیوادونو کې البانیا او کروشیا د ناټوغړیتوب ترلاسه کړی خو مقدونیا د نوم په خاطر د یونان له مخالفت سره مخامخ ده.یونان وايي چې مقدونیا(مسودونیا) د دغه هیواد د جنوبي ولایت نوم دی.

مونتې نګرو د ناټو د عمل په پلان کې شامله شوې خوسربیا د ناټو د سولې په پروګرام کې غړې منل شوې ده.

تاند

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: