شپاړلس ملکې وگړي ټپيان شول اودکونړ روغتون ډاکترانواعتصاب کړي دي

شپاړلس تنه ملکې وګړي تيره شپه په کونړولايت کې ټپي شول. دکونړولايت امنيه قوماندان خليل الله ضيايي باختراژانس ته وويل چې دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دايتلاف دځواکونو په وسلو او مهماتو باريو موټر دمانوگۍ ولسوالۍ په لاره کې ددولت له وسله والومخالفينو سره په نښته کې وچاوديد .

 خبرځاى زياته کړه څرنګه چې دايتلاف ځواکونه دبريد کوونکو دپلټنې په خاطر له خپلو وسايطو څخه وتلي وو دوى ته زيان نه دى رسيدلي . په دې پيښه کې شپاړلس تنه ټپي شوي ملکې وګړي داسعداباد مرکزي روغتون ته ليږدول شوي دي اوديو تن روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.

له بله پلوه داسعداباد دمرکزي روغتون ډاکترانو دهغه څه پرخلاف داعتراض په توگه چې دولايتي شورا درييس له خوا ددوى په چاروکې لاس وهنه وبلله په اعتصاب لاس پوري کړ .

 دکونړ ولايت امنيه قوماندان وويل دغه ډاکتران ادعا کوي چې دوى دولايتي شورا درييس له خوا وهل شوي اوډبول شوي او گواښ ورته شوي دي . ددوى دڅرگندونوله مخې له هغه وروسته چې دايتلاف دځواکونو دموټر دچاودنې دپيښي ټپيان روغتون ته وليږدول شول دځاى دنشتوالې له امله دوه تنه ټپيان په يو بسترکې ځاى پرځاى شول چې له دولايتي شورا درييس له غوسي سره مخامخ شول اوهغوى يې ووهل او ويي ډبول .

 اعتصاب کوونکو ډکترانو له والي څخه دولايتي شورا درييس دگوښه کېدو غوښتنه کړې ده . دکونړ والي ژمنه کړې ده چې موضوع څيړي اوپه دې اړوند لازم اقدامات کوي.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: