په پکتيکا ولايت کې يوې چاودنې شپږو زده کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په پکتيکا ولايت کې يوې چاودنې شپږو زده کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده او بله خوا د پکتيکا چارواکو خبر وركړى چې د دغه ولايت په يحي خېلو ولسوالۍ كې ګډو ځواکونو د شپې پرمهال عمليات کړي چې په لړکې يې درې وسلوال طالبان وژل شوي اودرې نور ژوندي نيول شوي دي. د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه د دې عملياتوپه اړه رسنيوته څه نه دي ويلي.

 د بم چاودنې دغه پېښه د پکتيکا ولايت مرکز ښرنې اړوند د الجهاد په نوم ښوونځي ته نږدې شوې، د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان وايي، چې په دې پېښه كې د ښوونځي دوه زده کوونکي وژل شوي او څلور نور يې ټپيان دي، فغان زياتوي، چې د دروو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى او اوس يې د درملنې په موخه پلازمېنې کابل ته ليږدولي دي.

که څه هم د پكتيكاد والي وياند دا کار د وسلوالو طالبانو وباله، خو وسلوالو طالبانو يې په اړه تردې دمه څه ندي ويلي. بله خوا د يکشنبې په شپه د همدې پکتيکا ولايت د يحی خيلو په ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو لخوا يو لړ چاڼيزعمليات شوي، د پکتيکا د والي وياندمخلص افغان وايې چې په دغه عملياتوکې درې وسلوال طالبان وژل شوي اودرې نور يې ژوندي نيول شوي دي.

دافغان په خبره چې د دغو عملياتوپه ترڅ کې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د دوى لاس ته ورغلي، خو ملكي وګړو اوګډو ځواکونو ته کوم زيان نه دی رسېدلی، د دولت وسله واو مخالفينو بيا تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: