دخصوصي تلويزيونونواو کيبلي شبکې دې دملي او اسلامي ارزښتونو پرخلاف د فلمونو له خپرولو څخه دډه وکړي

دمطبوعاتي سرغړونود څيړنې کميسيون ټولو تلويزيوني او کيبلي شبکو ته ابلاغ کړه دهغو فلمونو له خپرولو څخه دې ډډه وکړي . چې زموږ له اسلامي ارزښتونو اوملي دودونو سره سمون نه لري .

 دباختر اژانس دخبر له مخې د ډله ئيزو اطلاعاتو دوسايلو دمطبوعاتي سرغړونو د څيړنودکميسيون په غونډه کې چې تیره ورځ جوړه شوه دخصوصي تلويزيونونو اوکيبلونو له خپرونو څخه دهيواد د درنو عالمانو اوخلکو دشکايتونو په باب په پارلماني چارو کې ددولت دوزير دحکومتي اړيکو درياست په ليک خبري وشوي ، کميسيون دغه شکايتونه موجه اوپرځاى وبلل او په نتيجه کې يې داسې پريکړه وکړه . دهيواد ټولو خصوصي تلويزيونونو او کيبلي شبکو ته دې ابلاغ شي . چې دداسې فلمونو له خپرولو څخه چې له اسلامي ارزښتونو اوملي دودونو سره سمون ونه لري . په ټولو وختونو په تيره بيا دروژې د مبارکي مياشتې په ورځو کې دې چې د رحمت او عبادت مياشت ده په کلکه ډډه وکړي دسرغړونې په صورت کې به له رسنيو سره قانوني چلند وشي او سرغړونکي به تر عدلي او قضايي څارنې لاندې ونيول شي

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: