امریکا به په کلونو پر افغان ځواکونو د کال ۶ ملیارد ډالره لګوي

دا مالومات امریکايي خبري اژانس اسوشیتید پریس ترلاسه کړي او ویلي یې دي چې تر دې مخکې په څرګندو شویو سندونو کې تر ۲۰۱۵ پورې د ناټو ځواکونو په وسیله د افغان ځواکونو د روزنې مصارف تر ډېره د امریکا په غاړه ښودل شوي وو.

د امریکا متحد ایالتونه به وروسته له دې چې په ۲۰۱۱ کې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو لړۍ پیل کړي ، د دې هیواد ملي پولیسو او ملي اردو د ځواکونو پر روزنې او سبمالونې د کال شپږ ملیارد ډالره لګوي.

دا مالومات امریکايي خبري اژانس اسوشیتید پریس ترلاسه کړي او ویلي یې دي چې تر دې مخکې په څرګندو شویو سندونو کې تر ۲۰۱۵ پورې د ناټو ځواکونو په وسیله د افغان ځواکونو د روزنې مصارف تر ډېره د امریکا په غاړه ښودل شوي وو.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس په نظردا موضوع چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې درست لګښتونه امریکا په غاړه واخلي ، کېدای شي د ولسمشربارک اوباما د حکومت لپاره له ستونزو خالي نه وي ځکه چې کانګریس د بودجې په برخه کې سختي زیاته کړې ده.

په بروکسل کې د ناټو یوه چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډیویډ پیتراییس د دوو زرو نورو پوځیانو،چې نیمايي یې د افغان ځواکونو روزونکي وي، غوښتنه کړې ده .

د ناټو دغه چارواکي په دې خاطر چې اجازه یې نه لرله چې په دې اړه وږغېږي، د خپل نوم له ښودلو ډډه وکړه.

د امریکا حکومت په وروستیو کې ویلي وو چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمېربه ،چې اوس دوه نیم لکه دی، تر راتلوتنکي کال پورې درو لکو ته زیات شي.د هغوی معاشونه به تر ډېره حده امریکا ورکوي خو د ناټو نورغړي هیوادونه به هم پکې کوچنۍ ونډه ولري.

د امریکا حکومت د ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ د افغان امنیتي ځواکونو په روزنې تر شل ملیارد ډالرو زیاتې پیسې لګولي او ګومان کېږي چې سږاو راتلونکی کال به همدومره نورې پیسې ولګوي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: