سويلي حوزه : په ټاکنو کي يوازې د نيم ميليون خلکو دپاره د ګډون زمينه برابره سوې ده

د بېنوا په ويبپاڼه کې خبر : د ټاکنو په ورځ به د هيواد د سهيلي حوزي د ولايتونو د امنيت ساتلو دپاره ډير امکانات په لاره واچول سي او هڅه به وسي چي د ټاکنو په ورځ د هر ډول ګډوډۍ مخه ونيول سي .

 دا څرګندوني نن کندهار والي توريالي ويسا او ددي ولايت امنتي چارواکو يوي خبري ناستي ته وکړي . په خبري ناسته کي کندهار والي توريالي ويسا ، د حوزي په کچه د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر عبدالواسع الکوزي ، د ٤٠٤ ميوند زون د پوليسو قوماندان شفيق فضلي او د ٢٠٥ اتل قول اردو مرستيال محمد امر ګډون کړي وو .

 دوي وويل چي د ټاکنو په ورځ به دايساف او افغان ځواکونو تر څنګ هوايي ځواک هم څارنه کوي څو امنتي چاري ښي وساتي . د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر عبدالواسع الکوزي وويل چي په کندهار، زابل ، ارزګان، نيمروز ، دايکنډي او هلمند ولايتونو يوولس لکو کسانو نومونه ليکلي دي چي دوي يي يوازي د پنځو لکو کسانو دپاره چي خپلي رايي استمعالي کړي د رايي اچوني زمينه برابره کړي چي ده يي علت په تيرو ټاکنو لکه څنګه چي اټکل کيدى خلکو ګډون نه وکړ وباله .

 په خبره يي سږ کال هم امکان سته چي ځيني خلک ګډون ونه کړي . د الکوزي په وينا ددي دپاره يي د رايي اچوني مرکزونه هم کم کړي څو دوي يي په اساني او کنټرول سره څارنه وکړي . د ښاغلي الکوزي وويل چي دوي د نوموړو ولايتونو دپاره ټول ٧٩٢ مرکزونه درلوده خو اوس يي نوموړي مرکزونه ٦٣٥ ته راټيټ کړي . دا په داسي حال کي ده طالبانو ګواښ کړى دي چي د ټاکنو په ورځ به خپل ټول امکانات په کار واچوي څو ټاکني ګډوډي کړي . خو بهرني او افغان ځواکونو وايي چي په ډير مهارت سره به د امنتي پيښو مخه ونيسي

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: