د کوهاټ په ځانمرګي برید کې شاوخوا ۱۰۰ تنه مړه او ټپیان شوي دي

په هغه ځان وژونکي بريد کې چې د سې شنبې په ماښام د خيبر پښتونخوا په کوهاټ ښار کې ترسره شوې د چارواکو په وينا شاوخوا سلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. د ځايي دولتي مسوولينو په وينا دغه بريد له روژه ماتې يواځې څو دقیقې وروسته د دغه ښار په پوليس لاين کالونۍ نومي سيمه کې د دولتي افسرانو پر کورونو ترسره شوې. پوليس لاين کالوني هغه سيمه ده، چېرته چې په اته ويشتو دولتي اپارتمانونو کې د دغه ښار د پولیسو د افسرانو کورنۍ اوسېږي. سيمه ييزو امنيتي مسوولینو ويلي، يوتن چې شاوخوا څلور سوه کلو چاودونکي مواد يې په يوه موټر کې ځای پرځای کړي وو، دغې سيمې تر ننوتلو وروسته درنه چاودنه وکړه، چې له امله يې اوولس تنه ووژل شول او اتیا تنه نور ټپيان شول، د امنیتي مسوولينو په وینا په وژل شويو کسانو کې اته تنه يې مېرمنې، شپږ ماشومان او څلور يې نارينه دي. بل خوا ازادو سرچينو د وژل شويو کسانو شمېر يوويشت تنه ښودلي خو دولتي مقامات وايي، که څه هم د یوشمېر ټپیانو روغتيايي وضعه نازکه ده او ښايي دغه شمېره لوړه شي خوتر دې مهاله اوولس تنه وژل شوي.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: