طالبانو په وردګو کې د اربکو يو قومندان وژلی

د بېنوا په ويبپاڼه کې خبر :په افغانستان کې ناټو ځواکونو ویلي چې په مرکزي میدان وردګو ولایت کې نامالوما وسلوالو کسانو د ملي ساتې د پروګرام یو قوماندان تښتولی. محمد نسیم تير ماښام د میدان وردګو په اړوندو سیمو کې طالبانو تښتولی دی. ناټو په یوه اعلامیه کي ويلي چې دغه قومندان په میدان ښار کې د سې شنبې په ورځ تښتول شوی. افغان امنيتي ځواکونه او ناټو عسکر د تښتول شوي قومندان په لټه کې دي. د عامو افغانانو د حفاظت پروګرام یا اربکي چې په کابل کې د مرکزي دولت لخوا اداره کيږي کلیوال خلک پکي هڅول کيږي چې خپلې منطقې د وسلوالو له فعالیتونو وژغوري. د میدان ورګو مرکز اړوندو سیمو کې د اربکیو قومندان نسیم له خپل کوره غوښتل کابل ته ولاړ شي، د طالبانو له کمین سره مخامخ شوی، او تښتولی یې دی. له نوموړي سره د هغه٣ ساتونکي هم تښتول شوي. نوموړی تير ماښام کابل ته روان و، چې د طالبانو له کمین سره مخامخ شو. طالبانو ویلي چې هغه یې وژلی دی. د میدان وردګو امنیه قومندان حق نواز حقیار وايي افغان او بهرني ځواکونه د نسیم د موندلو هڅې کوي، او د هغه د وژل کيدو خبر نشي تاییدولی. نسیم خان د میدان ښار اوسیدونکی و.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: