ملاعمر: طالبان ګټونکي دي

طالبانو مشر ملا محمد عمر اخند وايي د دوى جنګيالي د افغانستان جګړه ګټي او امريکا ته يې خبردارى ورکړى چې په افغانستان کې هسې بېځايه خپل ځوانان تلف کوي او زياتې پيسې بېځايه مصرفوي.

د طالبانو مشر دغه راز خپلو پلويانو ته ويلي چې امريکايان به ډېر ژر افغانستان پرېږدي، عمر خپلو پلويانو ته ويلي چې د ملکي تلفاتو د مخنيوي هڅه دې وکړي. د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له لوري تاند ته په رااستول شوي پيغام کې راغلي: ̎ټول خپل منځي اختلافات ،دځمکواو سیموپر سر شخړې او نوري ناخوالي شاته کړئ ، خپل ټول توان او تدبیرمو له هیواده دیرغلګرو شړلو اودخپلواکۍبیرته اخستلو ته متوجه کړئ؛ځکه تاریخ ثابته کړې چې کله هم اشغالګرځواکونه شکست وخوري نوتروتلودمخه په اشغال شوي خاوره کې دخپلمینځي اختلافونوتخمونه کري اوترشاډول ډول فتنې پریږدي امریکایان اوس په همدي حالت کې دي̎ د طالبانو دغه پيغام نن د اختر د مبارکۍ تر څنګ خپور شوى دى. ولس ته په کې مبارکي ويل شوې، خو طالبانو ته د زړورتيا. ملا محمد عمر د طالبانو د رژيم تر نسکورېدو وروسته په عام محضر کې نه دى ليدل شوى. امريکايي چارواکي په دې باور دي چې نوموړى په پاکستان کې پټ دى، خو پاکستاني چارواکي دغه ادعا ردوي. نوموړى په داسې حال کې خلکو ته ځينې سپارښتنې کوي چې په ټولو پښتني سيمو کې د طالبانو د تاوتريخوالي په نتيجه کې ښوونځي تړلي دي، پښتانه په دولتي ادارو کې کار نه شي کولاى، حتى چې په مسجدونو کې هم دوى بريدونه کړي او خلک يې پر لمانځه وژلي دي. طالبان په داسې حال کې د ملکي تلفاتو د مخنيوي خبره کوي، چې د خلکو پزې او غوږونه هم د دوى له خوا پرې کېږي، په جنوبي ولايتونو کې د دوى له خوا ماينونه کرل کېږي او ولس د چا خبره د دوى له لاسه پوزې ته راغلى دى او نن د بهرنيو ځواکونو د بمبارۍ قرباني کېږي هم، چې لوى علت او سبب يې طالبان ګڼل کېږي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: