تازه خبر : د کلیسا لخوا د قرآن د سوځولو پلان فسخ سو

اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی لیکی چی د امریکا د فلوریډا د یوې بنسټ پالی کلیسا د پادری ( ټیری جانز ) لخوا د قرآن د سوځولو لوبه نن فسخ اعلان سوه . مخکی دغی ډلی ویل چی د سپټمبر پر یوولسمه به د زرګونو خلکو او نړیوالو په مخکی قرآن کریم سوځوی تر څو د دوی په اصطلاح د بنسټ پالو مسلمانانو څخه یې کرکه ښودلې وای .

 داسی ویل کیږی چی د فلوریډا د اسلامی ټولنی مشر ( امام محمد مصری ) د دغه پادری سره داسی معامله وکړه چی د نیویارک په منهاتن ( یعنی صدر بازار ) کی به هغه لوی مسجد او اسلامی مرکز هم نه جوړیږی چی د نړېدلی نړیوال سوداګریز مرکز تر خوا به جوړېدﺉ . خو د دې اسلامی مرکز د پروژې مسؤل ( امام فیصل عبدالرؤف ) وویل چی زه حیران یم چی دا څنګه سوداینه سوې ده ، خو زه به هیڅ ډول معاملې ته حاضر نسم .

 پادری ټیری جانز وایی چی زه اوس هم د قرآن څخه کلک نفرت لرم او هغه مسلمانان بنسټ پال کوی خو دا چی داخلی او خارجی فشارونه زیات سول نو زه اوس تر دغه کار تیریږم خو شرط یې دا دی چی د نیویارک مسجد به هم په کوم بل ځای کی جوړیږی . بارک اوباما ، جنرال ډیویډ پترس او هم ګڼو اسلامی مشرانو مسلسل د ټیری جانز څخه د دې کار فسخ کول غوښتل او ویل یې چی دا کار به په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو ژوند نور هم د خطر سره مخامخ کړي او هر ځای به د عیسویانو پر ضد مسلمانان راوپاروی . خو شنونکي وایی چی دا لوبه په یو داسی مرموز ډول پای ته ورسېده چی په مرګ یې ونیول خو په تبه یې راضی کړل !

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: