کرزي له ملا عمر څخه وغوښتل چې د سولې له بهير سره یو ځای شي .

دافغانستان جمهوررییس حامد کرزی د دې هیواد او دنړۍ ټولومسلمانانوته دکمکي اخترمبارکي وویله اوله وسله والومخالفانوڅخه یې غوښتنه وکړه چې له جنګ څخه لاس واخلي اود سولې له بهیرسره یوځای شي.

ولسمشرکرزي د جمعې په ورځ د اخترد لمانځه له اداکولو وروسته خبریالانوته وویل چې هرافغان اوافغانه کورنۍ باید په دې هیواد کې د سولې او ثبات د راوستولپاره هلې ځلې وکړي او دغه رازد طالبانوله مشرملامحمد عمرنه یې هم وغوښتل چې د جګړې پرځای د سولې لپاره هڅې وکړي:

( مونږله ملا محمد عمرآخند څخه هیله لروچې د سولې له پروسې سره یوځای شي اوله ورور وژنې،ښځواوماشومانو اونورو ملکي خلکوته د تلفاتوله اړولوڅخه لاس واخلي ترڅو زمونږپه خاوره کې آرامي راشي).

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د طالبانومشرملا محمد عمرد یوې اعلامیې په خپرولوسره ویلي چې بهرني ځواکونه په دې هیواد کې له ماتې سره مخامخ دي اوټینګاریې کړی چې ترهغه وخته به جنګ ته دوام ورکوي چې بهرني ځواکونه له دې هیواد څخه نه وي وتلي.

دغه رازد حزب اسلامي مشرګلبدین حکمتیارهم په خپلوتازه څرګندونوکې د بهرنیوځواکونوپه وړاندې په مبارزې ټینګارکړی خو ویلي یی دي که چیرې له دې هیواد څخه د بهرنیوځواکونووتلوته یود قیق مهال ویش وټاکل شي دی چمتو دی چې له جګړو څخه لاس واخلي.

ولسمشرکرزي د خپلوڅرګندونوپه یوه بله برخه کې د سولې دعالي شورا دجوړلوپه اړه د سولې دملي مشورتې جرګې پریکړې ته په اشارې وویل چې د سولې عالي شورا جوړه شوې او ډیرژربه یې غړي هم اعلان شي.

ښاغلي کرزي یوځل بیا نړیوالې ټولنې اوپه دې هیواد کې میشتوبهرنیوځواکونوته وویل چې تروریستان د دې هیواد په کلیواوبانډوکې نشته بلکه د هغوی ځالې او د روزنې مرکزونه له دې هیواد څخه بهردي چې باید د له مینځه وړلولپاره یې جدي اقدامات وشي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: