کرزي پر ملاعمر د سولې او پخلاینې ږغ وکړ

ولسمشرکرزي د خپلوڅرګندونوپه یوه بله برخه کې د سولې دعالي شورا دجوړلوپه اړه د سولې دملي مشورتې جرګې پریکړې ته په اشارې وویل چې د سولې عالي شورا جوړه شوې او ډیرژربه یې غړي هم اعلان شي.

دافغانستان داسلامي جمهوريت ولسمشرحامدکرزي د جمعې د ورځې سهار د تشريفاتوګارد له معاينې وروسته د نيګمرغه کوچني اختر لمونځ دارګ په جامع جومات کې ادا کړ .
کرزی د هیواد او دنړۍ ټولومسلمانانوته د کوچني اخترمبارکي وویله اوله وسله والومخالفانوڅخه یې غوښتنه وکړه چې له جنګ څخه لاس واخلي اود سولې له بهیرسره یوځای شي.

ولسمشرکرزي د جمعې په ورځ د اخترد لمانځه له اداکولو وروسته خبریالانوته وویل چې هرافغان اوافغانه کورنۍ باید په هیواد کې د سولې او ثبات د راوستولپاره هلې ځلې وکړي او دغه رازد طالبانوله مشرملامحمد عمرڅخه یې وغوښتل چې د جګړې پرځای د سولې لپاره هڅې وکړي:

«موږله ملا محمد عمراخند څخه هیله لروچې د سولې له پروسې سره یوځای شي اوله ورور وژنې،ښځواوماشومانو اونورو ملکي خلکوته د تلفاتوله اړولوڅخه لاس واخلي ترڅو زمونږپه خاوره کې آرامي راشي .»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د طالبانومشرملا محمد عمرد یوې اعلامیې په خپرولوسره ویلي چې بهرني ځواکونه په دې هیواد کې له ماتې سره مخامخ دي اوټینګاریې کړی چې ترهغه وخته به جنګ ته دوام ورکوي چې بهرني ځواکونه له دې هیواد څخه نه وي وتلي.

دغه رازد حزب اسلامي مشرګلبدین حکمتیارهم په خپلوتازه څرګندونوکې د بهرنیوځواکونوپه وړاندې په مبارزې ټینګارکړی خو ویلي یی دي که چیرې له دې هیواد څخه د بهرنیوځواکونووتلوته یود قیق مهال ویش وټاکل شي دی چمتو دی چې له جګړو څخه لاس واخلي.

ولسمشرکرزي د خپلوڅرګندونوپه یوه بله برخه کې د سولې دعالي شورا دجوړلوپه اړه د سولې دملي مشورتې جرګې پریکړې ته په اشارې وویل چې د سولې عالي شورا جوړه شوې او ډیرژربه یې غړي هم اعلان شي.

ښاغلي کرزي یوځل بیا نړیوالې ټولنې اوپه دې هیواد کې میشتوبهرنیوځواکونوته وویل چې تروریستان د دې هیواد په کلیواوبانډوکې نشته بلکې د هغوی ځالې او د روزنې مرکزونه له دې هیواد څخه بهردي چې باید د له مینځه وړلولپاره یې جدي اقدامات وشي.

د افغانستان ولسمشر د خپلوخبروپه ترڅ کې د امریکا د فلوریدا ایالت د یوې کلیسا لخوا د قرانکریم د سوځولوپلان ته په اشارې وویل چې د دې پلان عملي کول به د مسلمانانوقهراو غوسه را وپاروي.

هغه څرګنده کړه د امریکا د فلوریدا ایالت دغه مسیحي کلیسا باید قرانکریم ته د سپکاوی فکرهم ونه کړي:

(( په امریکا کې د یوې وړې کلیسا یوه پادري هڅه کوله چې قرانکریم ته سپکاوی وکړي،که څه هم اوس مې اوریدلي چې خپل نیت یې بدل کړی خوپه هرصورت ورته وایوچې قرانکریم دهرمسلمان په زړه او ذهن کې دی اوڅوک ورته زیان نشي اړولی.
خوبیاهم هیله لرو چې له دې سپکاویوڅخه لاس واخلي اوحتی فکریې هم ونه کړي.))

ولسمشرکرزي وویل چې کمکی اخترپه داسې حال کې لمانځل کیږي چې په پاکستان کې سختو سیلابونو تر یونیم زرو زیات کسان ووژل او خلکوته یې ډیرزیانونه هم واړول.

هغه له ټولوافغانانوڅخه وغوښتل چې په خپل هیواد کې د سولې د را وستود هڅوترڅنګ په نوموړي هیواد کې له سیلاب ځپلوسره هم د خپل توان ترحده مرستې وکړي.

ولسمشرکرزي په داسې حال کې دارګ د ماڼې په جومات کې د کمکي اخترلمونځ ادا کړچې د کابینې اوملي شورا ډیرشمیرغړو،یوشمیرپخوانیوجهادي مشرانو او نورو دولتي چارواکوهم حضوردرلود.

د کابل ښار په نورو جوماتونوکې هم د اخترد لمانځه د اداکولوپه مهال دیني عالمانوترډیره پردې خبرې وکړي چې ټول خلک باید په افغانستان کې د سولې اوثبات د راوستولپاره نه ستړي کیدونکي هڅې وکړي اوبډایه اوغني کسان دې له مسکینانو اوبیوزلوسره د مرستې لپاره ودانګي.

د نيکمرغه کوچني اختر د لمانځه په مراسمو کې چې دارګ دجامع جومات کې دامام په امامت ادا شو د جمهوري رياست دوهم مرستیال محمد کريم خليلي ، دکابینې غړو، برهان الدين رباني ،استادعبدالرب رسول سياف، پیرسید احمد ګیلاني، قاضي القضات او د سترې محکمې ریس پوهاند عبدالسلام عظیمي، لوى څارنوال محمد اسحق الکو، جهادي مشرانو د کابينې غړو او دافغانستان د ملي شورا ځينو وکيلانو او سناتورانو د کابل ښارمخورو ، په کابل کې داسلامي هيوادونو سفيرانو او دوسله وال پوځ جنرالانو اوجګپوړو افسرانو برخه لرله .
حامدکرزي دنيکمرغه کوچني اختر له لمانځه وروسته له برخه والو سره روغبړ وکړ او دنيکمرغه کوچني اختر له امله يې هغوي ته مبارکي وويله.
کرزي بیا له خبريالانو سره په خبرو کې دافغانستان ټول ملت او دنړۍ ټولو مسلمانانو ته دکوچني اختر مبارکي وويله او هيله يې وکړه چې د نيکمرغه کوچني اختر دغه بختورې ورځې دې په ټوله اسلامي نړۍ کې په خوښۍ او آرامۍ کې تیرې شي او لوی خدای دې دغه ورځې داسلامي نړۍ او ټول بشریت دژوند په ټولو اړخونوکې په خیر او نیکمرغۍ تمامې کړي.
حامدکرزي په خپلو خبروکې دافغانستان خلکو ته په خطاب کې وویل: سږنی کوچنی نیکمرغه اختر په داسې حال کې راځي چې زموږ په ګاونډي هېواد پاکستان کې په هغه هېوادکې چیرته چې موږ موږ دیرش کاله دمهاجرت او دجهاد کلونه تیرکړي دي، ډیر سیلاونه راغلي او دپاکستان ملت یې له ځاني او مالي زیانونه سره مخامخ کړی دی، نن دافغانستان په هر کور لازمه ده چې دپاکستان دیو ګاونډي په توګه دخپل توان په اندازه دهغه هېواد له اولس سره مرسته وکړي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: