د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د اسلامي حزب اعلاميه

د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د اسلامي حزب اعلاميه

بسم الله الرحمن الرحیم دټولټاکنو په اړه د افغانستان د اسلامي حزب اعلامیه د ۱۳۸۹لمریز کال د سنبلې میاشت ۲۱مه د بهرنيو ځواكونو شتون د جنگ د دوام اساسي عامل دئ، د دوى له وتلو پرته جگړه پاى ته نسي رسېدى، څوك چي په افغانستان او دې سيمي كي د جگړو پاى غواړي؛ بايد له څو خبرو سره توافق وكړي: بهرني ځواكونه دي له افغانستانه ووځي، د افغانستان په كورنيو چارو كي دي د بهرنيو؛ په ځانگړې توگه زموږ د گاونډيو او د روسيې، امريكا او هند په شمول د هغو ځواكونو لاسوهني متوقف سي چي دا بحران د دوى د رقابتونو له امله راولاړ شوى، افغانانو ته دي دا حق وركړى سي چي د خپلي خوښي نظام جوړ كړي او د خپلي خوښي مشران غوره كړي، موږ چي د ميثاق په نامه كومه طرحه وړاندي كړې دا په سوله ييزه توگه د بحران د حل او د جگړي د پاى ته رسولو تر ټولو آسانه او عملي لار ده.

 اسلامي حزب تر مخكي زيات پياوړى ، مضبوط او متحد تنظیم دې، څوك چي د كابل له امريكايي ادارې سره يو ځاى شوي د گوتو په شمېر دي، حزب نه تمثيلوي او موقف ئې د اسلامي حزب د مرام، تگلاري او اصولو خلاف دئ، د حزب اصول هيڅ حزبي ته دا اجازه نه وركوي چي له يرغلگرو سره ملگرتيا وكړي او د پرديو تر سلطې لاندي حكومت كي برخه واخلي. هيڅ مخلص او د حزب اصولو ته وفادار حزبي به په يوه غيراسلامي او په پرديو پوري تړلي حكومت كي برخه وانه خلي.

 اسلامي حزب په رسمي توگه د اشغالگرو ځواكونو تر سلطې لاندي انتخابات رد كړي او په هغه كي برخه نه اخلي. حزب اسلامی د اشغالگرانو په ضد په جهاد باور لري. دا جهاد داسې گڼي لکه د روسانو په ضد جهاد او امريکايانو ته تسليميدل داسې گڼي لکه روسانو ته تسليميدل.

 د اشغالگرا نو په ضد سکوت، د دوى له لنډمهاله يا اوږدمهاله حضور سره توافق او د اشغالگرانو تر سيوري لاندې د کابل په لاس پوڅي حکومت کې برخه اخيستل مو په واضح او پرېکنده الفاظو محکوم کړي او محکوموو يئ.

 د صليبي اشغالگرو ځواکونو په شتون کې انتخابات هيڅ ارزښت نه لري. داسې پارلمان به جوړيږي لکه اوسنى، دې پارلمان څه وکړى شول ،چې بل به يې وکړي؟

 اسلامي حزب افغانستان تر هغې چې په هېواد کې ښکېلاکگر ځواکونه موجود وي د حل يواځينۍ لار جهاد بولي او بس. اسلامي حزب افغانستان پر خپل ملت غږ کوي چې خپل بچيان په اجيرې اردو او پوليسو کې د تنظيم پر ځاى د جهاد پر ليکو کې ځاى پر ځاى کړي.

 اسلامي حزب دا ډاګیزه کړې چې د بهرنيو ځواكونو د شتون په صورت كي نه د كرزي په حكومت كي برخه اخلو او نه په بل لاس پوڅي او د پرديو تر سلطې لاندي حكومت كي. د اشغالگرانو په شتون كي له مقاومت نه پرته بله لار نه غوره كوو، وسله پر زمكه نه ږدو او له سنگرونو نه راكوزېږو.

 موږ مخكي هم خپله هڅه كړې، بيا به ئې هم كوو، غواړو د ټولو مجاهدينو دريځ توحيد سي ،هم د مقاومت د څرنگوالي په ارتباط گډ دريځ ولري او هم د افغانستان د راتلونكي نظام په اړه. د ژغورني ملي ميثاق هم په همدې هيله او موخه وړاندي شو.

 حزب اسلامی افغانستان

د ۱۳۸۹لمریز کال د سنبلې میاشت

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: