د افغانستان بانک د يوې پراخې مالي ادارې — کابل بانک ولکه تر هغه وروسته تر گوتو کړه چې د زېرمو په اړه گونگوسو يې سپما کوونکي اړ کړل چې د خپلو پيسو ايستلو ته په ليکه ودرېږي.
سپماگر تر دې خبرونو وروسته اندېښمن شول چې کابلبانک ښايي تر ٣٠٠ ملييونو ډالرو تاوان کړى وي.
د افغانستان بانک مشر وويل د کابلبانک له يو شمېر جگپوړو مشرانو او ونډه والو څخه به پوښتنې وکړي.
په لويو ونډه والو کې يې يو هم د ولسمشر کرزي ورور دى.
کابل بانک په دې وروستیو کې له یو لړ ستونزو سره مخامخ شوی دی.
دغه بانک د شاوخوا ۲۵۰ زره دولتي مامورینو د میاشتني معاشونو د ورکړې دنده لري.
د دغه بانک مشر د ناشفافو فعالیتونو او د ناسمو پورونو له کبله له سختو ننګونو سره مخامخ شوی و.
د افغانستان بانک رييس عبدالقدیر فطرت د کابل بانک د ولکې ترلاسه کولو د اعلان پرمهال وویل، چې د دغه بانک د دوو سترو شریکانو د معاملو د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل شوې دي.
ښاغلي فطرت د رسنیو هغه رپوټ رد کړی، چې وايي مرکزي بانک ته د کابل بانک اداري چارې سپارل شوې دي او دا یې د رسنیو بابیزه تبلیغات وبلل.
د افغانستان بانک رییس د روانې میاشتې په لومړیو کې افغانانو ته ډاډ ورکړی و، چې د کابل بانک وضعیت د اندېښنې وړ نه دی.
افغان ولسمشر حامد ته يوه نژدې چارواکي، چې د نامه له اخیستو یې ډډه کړې، ویلي چې د هېواد د مالي نظام د ښې ساتنې لپاره د کابل بانک چارې مرکزي بانک سپارل شوې.
سرچینه زياتوي: ” د کابل بانک هره روپۍ پر ولس پورې اړه لري، او د هرې روپۍ حساب به اخیستل کېږي. “
د کابل بانک د دېوالي کېدو ګنګوسې تر اختر وړاندې هغه مهال راوټوکېدې، چې په دوو معتبرو امریکايي ورځپاڼو ‘نيويارک ټايمز’ او ‘وال سټريټ ژورنال’ کې د کابل بانک د شاوخوا ۳۰۰ میلیون ډالرو د زیان خبر خپور شو.
وړاندې د افغانستان بانک ويلي وو چې د اړتیا پر وخت به کابل بانک ته پور ورکړي، چې خپلې ستونزې پرې حل کړي.
خو داسې رپوټونه هم شته چې ګني د ولسمشر حامد کرزي د ورور محمود کرزي پانګه په دې پرېکړه کې نه راځي، دا ځکه چې د هغه شتمنۍ د هغه په خپل نامه ثبت شوې دي.
Advertisements
Filed under: وروستي خبرونه |
ځواب دلته پرېږدئ