”په تلوېزیونونو کې دې نااسلامي خپرونې بندې شي”

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت يو وارې بيا پر يو شمېر خصوصي تلويزونونو او کيبلي شبکو غږى کړى، چې د وزارت په خبره د اسلامي اخلاقو ضد او بي لاري کووونکو پروگرامونو او سريالونو خپرېدل ودروي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغو غږيزو رسنيو ته گوت څنډنه کوي که د دوى خبرداري ته پام ونکړي يا به يې تلويزون وتړي او يا به يې نقدي جريمه کړي.

چارواکو په دې تړاوو د کوم مشخص تلويزون نوم نه دى په ډاگه کړى.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت يوه پښتو وېبپاڼه له دې کبله لويې څارنوالۍ ته معرفي کړې چې د افغان ولسمشر د لومړي مرستيال مارشال قسيم فهيم د مړينې ناسم خبر يې خپور کړى و.

وزارت وايي دغه خبردارى يې له هغه وروسته ورکړى چې د افغانستان د عالمانو شورا او د هېواد له گوټ گوټ نه گڼو خلکو ورته له دې اړخه شکايتونونه وکړل او د دغو سريالونو د بندولو غوښتنې يې ترې وکړې.

وزير مخدوم رهين بي بي سي ته وويل په دغو سريالونو کې د هېواد ملي دودونو او اسلامي ارزښتونو ته درناوى نه کېږي،داسې چې د ده له انده په يو شمېر ډراموکې عاشق او معشوقه د افغانانو د کلتور خلاف رول لوبوي.

هغه په دې تړاوو د کوم خاص تلويزون يا سريال نوم ياد نکړخو گوت څنډنه يې وکړه که رسنۍ د دوى خبرداري ته جدي پام ونکړي تند چلند به ورسره وکړي:

”زموږ يو شمېر انځوريزو رسنيو ملي دودونو او اسلامي اخلاقو ته پام نه دى کړى،سره له دې چې هغوى ته په دې اړه ځو وارې خبره شوې وه.

خو دا ځل د وروستي ځل لپاره دوى ته خبردارى واورول شو، که بيا هم کوم تلويزون يا کيبلي شبکه دغه کار تکرار کړي،د قانون له مخې به مجازات شي،چې يا به وتړل شي او يا به نقدي جريمه شي.”

ښاغلي رهين وويل دوى آن د روژې له مياشتې وړاندې له دغو تصوريري رسنيو غوښتي ول چې دا ډول خپرونې بندې چې هغوى پرې غوږ هم و نه کروه.

شاوخوا دوه کاله وړاندې همدغه موضوع د يو شمېر ازادو رسنيو او افغان حکومت ترمنځ پر يوې ناندريزې مسلې اوښتې وه،چې د ډېرو په باورهغه مهال حکومت په يو شمېر خصوصي تلويزونوکې د يو لړځانگړو بهرنيوسريالونو په بندولوکې پاتې راغى.

دا مهال د هېواد په کچه شاوخوا ٥٠ تلويزونونه شته چې په يو شمېر کې يې بهرني سريالونه په ځانگړي ډول هندي هغه خپرېږي چې، يو شمېر ليدونکي هم لري.

پر همدې حال کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت لويي څارنوالۍ ته، د يوې پښتو خصوصي ويېپاڼې بېنوا د تړلو وړانديز کړى دى.

ښاغلي رهين وويل دغه ويېپاڼه يې له دې کبله لويي څارنوالۍ ته معرفي کړې چې د افغان ولسمشر لومړي مرستيال مارشال قسيم فهيم دمرک ناسم خبريې خپور کړى و.

ښاغلي رهين وويل دغه شکايت ورته د ښاغلي قسيم له دفترنه رسيدلى:

”د افغانستان د ولسمشرۍ د لومړي مرستيال له دفتر نه د هغې ويپاڼې په اړه چې ښايي له هېواده بهر خپرونې لري، شکايت وشو.

هغوى ويل، دغې ويپاڼې په قصدي ډول د ولسمشر د دويم مرستيال چې په جرمني کې عمليات شو او بېرته ژر جوړ شو، د مرک خبر خپور کړى.

له دې کبله هغوى شکايت او غوښتنه وکړه چې ياد شوې ويپاڼي يو ناسم پوهاوى رامنځ ته کړى او د هېوادوالو په منځ کې يې ذهني گډوډۍ رامنځ ته کړي چې بايد ونيول شي او سزا ورکړل شي.”

تر دې دمه لا د وزارت د دغو پريکړو په اړه د خصوصي تلويزوني چاينلونو او د افغان خبريالانو د ملاتړ د ازادو ټولنو له لورې کوم غبرگون مخې ته نه دى راغلى.

خو په تېر کې د افغان ژورنالستانو يو شمېر ټولنو د حکومت دا ډول گام په افغانستان کې د بيان د ازادۍ زندۍ کول بللي ول.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: