د طالبانو ١١ کسيزه وسلواله ډله له دولت سره يو ځاى شوه

په بادغيس کې د ملامحمدنعيم په مشرۍ د طالبانو ١١ کسيزه وسلواله ډله  له دولت سره يو ځاى شوه.

د بادغيس والي دلبر ارمان د وږي په ٢٥مه ،د دې ولايت په مرکز قلعه نو کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل چې دې کسانو يو منځنى هاوان، يوه دهشکه ، يو آر پي جې ٧ راکټ، ١١ کلاشينکوفونه،شپږ  ١١ډزي ټوپک او يوه اندازه مهمات هم ددې ولايت د ملي امنيت رياست ته سپارلي دي .

هغه وويل ،چې دې کسانو د وسلوالو طالبانو په ليکو کې فعاليت درلود او د ددې ولايت د جوند ولسوالۍ د درزک دکلي اوسېدونکي دي .

له دولت سره يو ځاى شويو يادو کسانو هم په دې ناسته کې برخه لرله.

ددې ډلې مشر ملامحمدنعيم  پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مولوي محمداسماعيل تر مشرۍ لاندې يې د طالبانو په ليکو کې فعاليت درلود.

هغه وويل چې ده او ورسره ملګرو يې فرېب خوړلى و او نور به له دولت سره همکاري کوي .

وسلوالو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د جوند ولسوالي د بادغيس د مرکز لويديځ ته ١٦٠ کيلومتره لرې پرته ده او ددې ولايت له ناامنو ولسواليو څخه ده .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: