د ماين چاودنې ٩ تنه ښځې او ماشومان ووژل

مزارشريف (پژواک ،دوږي٢٦مه٨٩): د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې نن مازيګر په يو زرنج موټر سايکل د سړک غاړې ماين چاودنې د ښځو او ماشومانو په گډون ٩ تنه ووژل  او يو بل يې ټپي کړ.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شيرجان دوراني دوږي په ٢٦مه،پژواک خبري اژانس ته وويل،چې نن مازيګر شاوخوا ٦بجې په يو زرنج موټر سايکل کې سپرو لسو کسانو باندې د بلخ ولسوالۍد مغلان په سېمه کې د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه.

د نوموړي په وينا،په وژل شويو کې درې ښځې او ٦ماشومان شامل دي او يو ماشوم هم سخت ټپي شوى دى.

د بلخ ولسوال تيمور شاه  فايز  پژواک اژانس ته وويل، چې پيښه د مغلان سېمې د اقچې په زوړ سړک رامنځه ته شوه چې په ترڅ کې ېې د ښځو او ماشومانو په گډون ٩تنه ووژل شول.

هغه وويل، چې په دې ډله کې يو ماشوم هم  ټپي شوى چې دا مهال د ولسوالۍ په روغتون کې ترې درملنې لاندي دى، خو روغتياي حالت يې دانديښنې وړ دى.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: