په میدان ښارکې ټاکنې ترسره شوې !

دټاکنودکمیسون اواساسي قانون دپریکړې سره سم په ټاکل شوې نیټه دشنبې په ورځ چې دسنبلي له اوه ویشتمې سره برابره ده دولسي جرګې ټولټاکنې یوازې په میدان ښاراوهزاره میشتوسیموکې ترسره شوې ، چې دچارواکوله خواورته کلک امنیتي ترتیبات نیول شوی وو خوددوردګوپه څلورولسوالیوکې بې دولسوال امنیه قومندان اوڅومامورینوڅخه چې په چورلکه کې صندوقونه وروړل شوي ووچارایې نه دي ورکړې خوصندقونه بیرته ترمرکزه ډک رسول شوي دي په دغه ولسوالیوکې دچک ، دایمیرادو ، جغتو، اوسیدابادولسوالۍ ټولې اودنرخ ولسوالۍ ځینې برخې راځي ، په دغه ولسوالیوکې ګڼوکسانو دروهي ویب پاڼې خبریال ښاغلي احساس ته وویل چې له کابل اومرکزنه دغه ولسوالیوته ځکه موټربندشوي چې طالبان فکرکوي څوک به مرکزته رایې ورکونې ته ورشي ، عیني شاهدانووویل چې دوی ته تراوسه خپل کاندیدان هم نه دی معلوم اونه هم کوم مرکزشته ، ځکه چې نوماندان یې دوردګوپه نامه له کابله دریدلې دي کارپوه اودجغتوولسوالۍ اوسیدونکی محمدهاشم وردګ وايي چې په پارلمان کې دوردګوونډه داځل هم دپخواپه څیرتته ګوري اوپوهیږي چې سرنوشت به یې بیا هزاره وو په لاس کې وي .دیادونې وړده چې له دغه ولایت دکابل په پنځه دیرش کیلومترۍ کې پروت دی .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: