پخوانی او راتلونکی پارلمان!

تېر پنځه کلن پارلمان په هېواد کې له کورنیو ناخوالو وروسته لومړی هغه پارلمان ؤ چې د هېواد له ګوټ ګوټ نه پکې استازی راغلي ول او هغوی د خپلو سیمو او خلکو او د حکومت ترمنځ د پله حیثیت درلود. څرنګه چې دا په هېواد کې لومړنۍ تجربه وه بې شمېره ستونزې یې درلودې که دا له غړو هم وپوښتل شي نو وبه وایي، چې تېر پارلمان ډېرې نیمګړتیاوې درلودې. د ساري په توګه د تېر پارلمان غړیو خپل اکثره وخت د ناچیزو مسايلو په څېړلو تېراوه او د کار تر پایه یې همدا لاره نیولې وه.
ډېر وخت به په خپلو شخصي کارونو پسې وتلي وو او اداري چارې یې منظمې نه وې. د وزیرانو په ټاکنو کې سمتي، ژبنی او تنظیمی … چلند هم کېده. داسې هم وه چې یو وزیر به یوه ورځ د ناکامۍ پولې ته ورسېد خو سبا ته به بیا د رایو په غوڅ اکثریت سره بریالی شو. پارلمان په ګروپونو او ډلو وېشل شوی ؤ او په ځینو غړیو باندې د بهرنیو سفارتونو لخوا پانګونه کېدله، چې د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره یې ترې ګټه اخیسته. همدارنګه وکیلان د وزارتونو خاص مراجعین وو چې د خپلو شخصي او فردي ګټو لپاره به وزارت په وزارت ګرځېدل، حتی تر دې چې ډېر کله خو به د دوی موټرونه د وزیرانو د کورونو په مخکې ولاړ وو. داسې خو هم وه چې ځینو وکیلانو د ځینو هېوادونو د ګټو لپاره کار کاوه. ځینې وکیلان نالوستي وو او د لیکلو او لوستو وړتیا یې نه لرله. کله کله خو به ملي ګټې او ملي مسلې د سمت او ژبې درناوي وځپلې. دې ته ورته نورې اساسي نیمګړتیاوې موجودې وې، چې په راتلونکې پارلمان کې باید ورته جدي پاملرنه وشی.
څرنګه چې د پارلمان غړي د ولس استازی ګڼل کېږي نو دوی باید په ریښتني ډول او د کلیمې په مانا خپل ملي والی په پام کې وساتي. خپله ټوله پاملرنه هغو مسایلو ته واړوي، چې په ریښتیا هم د ټول ولس او ټول افغانستان په ګټه وي. باید د سیاسي ډلو ټپلو تر ناسم اغېز لاندې را نه شي او نه هم په ملي مسایلو کې د سمتي، ژبني او توکمي ناروا تعصبونو ښکار شي. د پارلمان غړي باید د کار له پیله په بېلابېلو اساسي پلانونو کار وکړي، د ولس رایو ته د خپلو اوسنیو شعارونو سره سم د جګړو او غمیزو ځپلیو هېوادوالو ریښتینی او مخلصانه استازیتوب وکړي، د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا، سیاسي، اقتصادی او ټولنیزو ګټو ته ډېره پاملرنه وکړي او له حکومت سره د داسې پروګرامونو په پلي کولو کې مرسته وکړي، چې د ټول ملت او ولس لپاره ګټور پرېوځي. د پارلمان غړي باید تل ملي ګټې پر خپلو شخصي ګټو وړاندې وبولي. داسې یو ملي رییس وټاکي چې هر ملیت ته په درنه سترګه ګوري، په کار پوه، عالم او تکړه مدبر شخص وي او وکولای شي چې پارلمان داسې اداره کړي چې تېرې ترخې تجربې تکرار نشي.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: