په بادغيس کې د درې ښځو په ګډون څلور تنه ووژل شول

قلعه نو ( پژاک ٢٨ وږى ٨٩ ) :په بادغيس کې دسړک د غاړې ماين چاودنې او يوه  توغندي د لګېدو له امله ٣ ښځې او يو نارينه ووژل شول او يوه ماشومه ټپي شوه .

د بادغيس د قادس ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال عبدالوهاب د وږي په ٢٨ مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د دې  ولسوالۍ په تګاب سيمه کې د ملکي وګړيو پر يوه لنډکروز  موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه وشوه .

هغه وويل چې ياد شوى موټر له قادس ولسوالۍ څخه جوند ولسوالۍ ته په لاره و، چې په ياده سيمه کې ماين پرې وچاودېد او سپرلۍ يې ، چې دوه ښځې او  يو نارينه و، وژل شوي دي .

  تر اوسه ددې ماين د اېښودو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى، خو عبدالوهاب يې پړه پر وسلوالو مخالفينو واچوله .

ديوبل خبر له مخې ، تېره شپه اته بجې د بالامرغاب ولسوالۍ په خاصه دار کلي کې د يوه توغندي د  لګېدو له امله يوه ٦٥ کلنه ښځه وژل شوې او ١١ کلنه لمسۍ يې  ټپي شوه .

د بالا مرغاب ولسوال محمد ابراهيم ګرفتار وايي چې دا توغندى د يادې ولسوالۍ له ختيځ لوري د وسلوالو طالبانو لخوا توغول شوى دى .

خو وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د خاصه دار دکلي اوسېدونکي نورمحمد هم ياده مرګ ژوبله تاييد کړه او ويې ويل چې وژل شوې  ښځه او لمسۍ يې له خپل کور څخه راوتلې وو او د خاصه دار کلي سره نښتي د سونيانو په کلي کې له خپلوانو کره روان و، چې له دې پېښې سره مخ شول .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: