سوله څه ده او څه حدود لري؟

سوله څه ده او څه حدود لري؟

سوله او امن د ټولې نړۍ او بشري ژوند يو انساني ارمان او ايډيال دى

 امنيت: د ډاډمني او خونديتوب تامينېدو ته وايي، خو په ټوله کې امن يو ډول رواني احساس ته وايي، چې سړى يې په مرسته له وېرې، څخه خوندي- خو له له رواني او جسمي کرارۍ څخه برخمن وي.

د نورو پديدو په څېر د امنيت په هغه کې هم لږ څه بدلون راغلى، د ساري په توګه د سلو کلونو مخکې تعريف له ننني رسمي تعريف سره توپير لري، ځکه نن سبا د چاپېريال ناسموالى د امنيت د خرابۍ ستر لامل ګڼل کېږي، په هر حال، امنيت انساني او بشر ارزښتونه له هر ډول ګواښ څخه خوندي ساتي.

 په لغوي منا سوله او امن سموالى، کره والى، د دوو غاړو ترمنځ د دښمنۍ پايته رسولو او پخلاکولو ته وايي. په اصطلاح کې سوله دسياستوالو له خوا اوربند ته هڅې ته هم وايي.

له نن څخه شپږ کال مخکې د ملګرو ملتونو عمومی اسامبلۍ يو پرېکړه ليک تصويب کړ چې په نړيواله کچه به هر کال د سپټمبر پر ٢١مه د اوربند د ټينګښت او د تاوتريخوالی دله منځه وړلو په موخه په ټوله نړۍ کې ولمانځي. خو لومړى به له عامو خلکو خبر شو، چې سوله او امن يانې څه؟ د نادعلي ولسوالۍ د چانجير د سيمې يو اوسېدونکى مطيع الله مينه پال وايي: زما په نظر امن او سوله دېته وايي چې زما ګټې خوندي وي او څوک ما ته کوم تاوان نه رارسوي، زه وکولاى شم له خپلو ټولو حقونو څخه له کوم خطر او وېرې پرته ګټه واخلم.

 د کندهار ولايت يو اوسېدونکى سيد محمد ځواکمل وايي: سوله زما په نظر دا ده، چې د امن په فضا کې آرام ژوند وکړم، څوک په ما کار ونه لري او په خپل ژوند کې ځان خپلواک احساس کړم.

د ملګرو ملتونو نړيواله اداره وايي چې موږ سوله غواړو، آن که يوه ورځ يا يو ساعت هم وي. د يادونې وړ ده چې تېر ميلادي کال نژدې په ټوله نړۍ کې ۲۰۰ هېوادونو د ځينو سوله ييزو فعاليتونو په تر سره کولو سره دغه ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځله، چې ۳۰ مليونه خلکو ونډه په کې اخيستې وه.

 ښايي د نړۍ زيات هېوادونه به له ډاډمنې سولې او امن څخه برخمن وي، خو بيا هم په نړۍ کې يو غټ اکثريت سولې ته تږي دي او دغه انساني ارمان ته د رسېدو لپاره تر خپله وسه هڅه و هاند کوي.

 په کابل کې ليکوال او کره کتونکى استاد حبيب الله رفېع به امن او سوله له خپله انده راته تعريف کړي: ”امنيت د يوې سيمې يا يوه هېواد هغه ژوند ته وايي چې په عادي ډول روان وي، ناوړه پېښې په کې نه کېږي، د چا ازادي او ژوند تر ګواښ لاندې نه وي، خلک د قانون په سيوري کې سوله ييز ژوند وکړي“.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: