د جمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ دافغانستان دپارلماني انتخاباتو دترسره کولو د څرنګوالي په باب يوه غونډه وشوه

جمهور رييس دانتخاباتو دخپلواک کميسيون او دانتخاباتي شکايتونو کميسيون ته سپارښتنه وکړه چې خپلي دندي له هر راز کورنۍ اوبهرني فشار پرته ترسره کړي . دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ نن دافغانستان دپارلماني انتخاباتو دترسره کولو د څرنګوالي په باب يوه غونډه وشوه . باختر اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې . په دې غونډه کې چې دجمهوري رياست دمرستيالانو ، دانتخاباتو دخپلواک کميسيون درييس او غړو او د انتخاباتي شکايتونو دکميسيون درييس او غړو او ددغه کميسيون دبهرنيو غړو او دملګروملتو دسازمان دسرمنشي دځانګړي استازي دمرستيال په ګډون جوړه شوه د پارلماني انتخاباتو په ترسره کولو پوري دبيلابيلو اړوندو مسئلو په باب غور اوخبرې وشوي . دافغانستان جمهور رييس په داسي حال کې چې دانتخاباتو ترسره کول ، دخلکو ګډون او ددغې ملي پيښې لپاره امنيتې تدبيرونه وستايل ، ټينګار يي وکړ چې اصلي کار اوس دانتخاباتو په خپلواک کميسيون او دانتخاباتي شکايتونو په کميسيون پوري اړه لري چې ددغو انتخاباتونتيجي دافغانستان خلکو ته اعلام کړي . جمهور رييس دانتخاباتو د ترسره کولو لپاره ددغو دوو کميسيونونو دکړو وړو او هلوځلو د ستايني په ترڅ کې ددغو کميسيونونو غړوته سپارښتنه وکړه چې خپلي دندي له هيڅ راز کورنۍ اوبهرني فشار پرته ترسره کړي او هلې ځلې دي وکړي چې دافغانستان دخلکو له رايو سره دي په بشپړ امانت او سلامت سره چلند وشي . او په دي ترتيب يو داسي پارلمان جوړ شي چې دافغانستان دخلکو دارادي څرګندوي وي . دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس فضل احمد معنوي اودانتخاباتي شکايتونو دکميسيون رييس قاضي مراد شريفي په داسي حال کې چې کورنۍ اوبهرني غړي يي هم حاضر و دافغانستان جمهور رييس ته ډاډ ورکړ چې خپلي دندي په صداقت اوامانت داري سره او هر راز کورنۍ يا بهرني فشار ته له تسليميدو پرته ترسره کوي . او هلې ځلې به وکړي چې دانتخاباتو نتيجي لکه څنګه چې دواقعيت او دافغانستان دخلکو دهيلي انعکاس کوونکي دي له ټاکلي زماني چوکاټ سره سم اعلام شي . ديادونې وړده چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له خوا دوروستيو وړاندي شويو ارقامو له مخې دوږي دمياشتې د اووه ويښتمې نيټې په پارلماني انتخاباتو کې څلورو مليونو دري سوه دوه ديرشو زرو اته سوه دري اويا تنو ګډون کړي دي .

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: