د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه نړیوال غبرګونونه

ملګرو ملتونو او په افغانستان کې نړیوالو ځواکونو د دغه هېواد خلک د هغو ناامنیو باوجود، چې لږترلږه ۱۴ تنه پکې ووژل شول، په ټاکنو کې د ګډون له کبله ستایلي دي.

افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي لومړۍ شمېرې ښيي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې تر ۱۲ میلیون ډېرو رای ورکوونکو ګډون کړی و. د دغه کمیسیون رییس وايي چې په ټاکنو کې د خلګو ګډون په سلو کې شاوخوا ۴۰ و.
ملګرو ملتونو او په افغانستان کې نړیوالو ځواکونو د دغه هېواد خلک د هغو ناامنیو باوجود، چې لږترلږه ۱۴ تنه پکې ووژل شول، په ټاکنو کې د ګډون له کبله ستایلي دي.

ملګرو ملتونو د افغانستان د شنبې د ورځې د ولسي جرګې ټاکنې یو ستر بریالیتوب بللی دی.

د سازمان د منشي بان کي مون په استازیتوب، د هغه د ویاند له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د سازمان سرمنشي هغه افغانان، که نارینه دي او که ښځې، چې په دې ټاکنو کې یې ونډه اخیستې، او د رایې په کارولو سره یې له خپل دیموکراتیک حق نه دفاع کړې.

د سازمان په اعلامیه کې د انتخاباتو پر ورځ د مخالفانو د بریدونو غنده شوې او برعکس د انتخاباتو له بهیر نه د مدني ټولنې څار او د افغان امنيتي ځواکونو هڅې ستایل شوې دي.

دا راز په خبرپاڼه کې د انتخاباتو پر کمیسیون او د ټاکنو د شکایتونو د اورېدو پر کمیسیون غږ شوی، چې د رایو د شمېرلو او شکایتونو ته د رسېدو له اړخه په حوصله مندۍ او ښه شان دغه بهیر بشپړ کړي.

په همدې ترڅ کې د افغانستان لپاره د سازمان ځانګړي استازي سټیفن ديمیستورا د انتخاباتو د بري په اړه قضاوت، له وخته وړاندې خبره بللې ده:

” دا به له وخته وړاندې وي چې ټاکنې بریالۍ وبلل شي، زما انګيرنه یو څه بېله ده. د ناامنیو پېښې ډېرې وې، او ښايي له کبله یې د هېواد په جنوب کې د رای اچونې پر بهیر اغېز پرېوتی وي. خو په نورو سیمو کې خلکو په لېوالتیا سره رایې ورکړې. دا چې په عمومي ډول پر ټاکنو اغېز څومره او څه وړ و، دا هغه څه دي چې موږ باید پرې پوی شو. ”

د ناټو مشر اندري فو راسموسن هم د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه خپل غبرګون ښودلی دی.

ښاغلي راسموسن له ننګونو او ګواښونو سره – سره په انتخاباتو کې ګډون د خپلو استازو د ټاکلو لپاره د افغانانو د ژمنتیا نښه ګڼلې.

بل خوا په افغانستان کې د ناټو – ایساف د ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس او د افغانستان لپاره د ناټو ملکي سفير مارک سيډویل هم د شنبې د ورځې د انتخاباتو بهیر ستایلی او د افغانستان د ولسواکۍ د غښتلتیا په لاره کې دا یو مهم ګام بللی.

جنرال پيټرېیاس په ځانګړې توګه د ټاکنو په امنیت کې د افغان امنتي ځواکونو رول ستایلی او ښاغلي سيډویل بیا ويلي چې په انتخاباتو کې د خلکو ګډون دا وښوده چې افغانان ولسواکۍ ته لېواله دي او ګواښونه یې د دغې لېوالتیا مخه نه شي نیولی.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر لوریس کانن هم د دغو انتخاباتو په تړاو په خپل غبرګون کې ویلي، په دغو انتخاباتو کې چې پخپله افغانانو سمبال کړي وو، په زړورتیا سره د خلکو ګډون وښوده چې د هغه په وینا د افغانستان دښمنان نه شي کولی د سوله ییزه او پرمختللي افغانستان د جوړېدو مخه ونیسي.

په کابل کې د برتانیا سفير سر ويلیم پتي هم د خپلو د خپلو خلکو او حکومت په استازیتوب دغو انتخاباتو په خپل غبرګون کې دا د افغانستان د ثبات لپاره مهم پرمختګ بللی:

“موږ وینو چې افغانان خپل برخلیک پخپله جوړوي او دا زموږ لپاره ډېر ارزښت لري، یو ارام افغانستان د برتانیا د ملي ګټو لپاره ډېر ګټور دی. مو هېڅکله نه غواړو چې دغه هېواد دې یوځل بیا د ترهګرو ځاله جوړه شي. ”

بریالۍ ټاکنې

په کابل کې د امریکا د سفارت لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې هم دغه انتخابات له سختو ننګونو سره – سره، بریالي بلل شوي.

اعلامیه ليکي “دا د طالبانو له ماتې وروسته لومړنۍ ټاکنې دي، چې پخپله د افغانانو په مشرۍ ترسره شول او دا چې طالبانو د رای اچونې د بهیر د ګډوډۍ لپاره ډېره هڅه وکړه، خو بریالي نه شول. ”

وړاندې د سیمې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچرډ هولبروک ويلی وو ښايي په ټاکنو کې نیمګړتیاوې وي، خو په عمومي ډول یې ترسره کېدل مهمه خبره ده:

“موږ په هېواد کې د جنګ جګړو ترڅنګ د ټاکنو تجربه لیدلې ده، که څه هم په ټاکنو کې به نیمګړتیاوې وي، خو ترسره کېدل یې مهم دي. ”

او تر هغه مخکې په واشنګټن کې د سپیڼې ماڼۍ وياند رابرټ ګېبس ويلي وو د افغانستان پارلماني ټاکنو په اړه د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د امنيت او خونديتوب جدي اندېښنې شته، خو زياته يې کړه افغانانو د برياليو ټاکنو لپاره يو چوکاټ جوړ کړی دی.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: