دسولې دنړيوالې ورځي په وياړ ورزشي جشن جوړشو

دافغانستان دالمپيک ملي کميټې دسولې دنړيوالې ورځې په وياړ په کابل کې ورزشي جشن جوړ کړ . دغه جشن دسولې لپاره دافغاني مدني ټولنې دمرکزونو دشبکې په همکاري نن دفوتبال ،. ځغاستي او بايسکل ځغلولو په څانګو کې جوړشو دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې : دالمپيک دملي کميټې رييس ظاهراغبر وايي چې دغه جشن چې دسولې په لاره کې دتبليغ ترعنوان لاندې ديوې ورځې لپاره جوړشوي دي له کابل څخه څه دپاسه سل تنه ورزشکاران برخه لري . اغبر په هيواد کې تيرو ستونزو او دټولنې دوديزو اغيزو ته پاملرنې سره له خلکو په تيره بيا له ځوانانو څخه وغوښتل چې سولې او ګډ ژوندانه ته درسيدولپاره هلې ځلې وکړي . په دغو مراسمو کې دسولې لپاره دافغاني مدني ټولني دمرکزونو دشبکي مسوول عبدالله احمدي ، دبشردحقوقو دکميسيون مرستيال فهيم حکيمي، دالمان دخدماتي موسسې دسولې دپروګرام مسوولې ډاکتري عالمي اودپوهنې وزارت معين محمدسرور حسيني دسولې اوهغې ته دافغانستان دخلکو داړتيا اودغه الهي نعمت ته درسيدو دلارو چارو په باب خبرې وکړي . په دې جشن کې کريم ياقوت ، ضميرتوحيد او اجمل دځغاستي په برخه کې په ترتيب سره لومړي ، دويم اودريم مقامونه وګټل . دغه راز دپنځوکيلومترو په واټن دبايسکل ځغلونې په څانګه کې حشمت الله بارکزي لومړى مقام ، زمان دويم مقام او علي اضغر دريم مقام وګاټه. دمراسمو په پاى کې داولمپيک دملي کميټې اودسولې لپاره دافغاني مدني ټولنې دمرکزونو دشبکي له خوا برابرشوي کپونه ، مډالونه او نغدي جايزې په ګټونکو وويشل شوي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: