د مشرانو جرګي د شکايتونو داوريدو کميسيون غونډه وکړه

د ډاکتر زلمي زابلي په مشرۍ دمشرانو جرګي دشکايتونو داوريدو دکميسيون په غونډه کې دپامير ، اريانا ، کام اير او دصافي په هوايي خصوصي شرکتونو دترانسپورت او هوايي چلند وزارت دپورونو د نه تحصيل ، دازادي سيالۍ دبهير د تطبيق په مقصد د اداري اصلاحاتو کميسيون ته ددغه وزارت د اعلام شويو بستونو د نه سپارلو او دسوپريم په نامه شرکت له خوا دالوتکو دبي کيفيته او قاچاق شويو تيلو دپلورني په باب يو لړ شکايتونه وڅيړل شول او وپتيل شوه چې ددغه وزارت سرپرست او معين دي دسوپريم شرکت له رييس سره دکميسيون په راتلونکي غونډه کې ددغه مواردو په باب څرګندوني وکړي . باختر اژانس ته دمشرانو جرګي دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې په دې غونډه کې دغه راز دشهيدانو او معلولينو دچارو وزارت له خوا ديوکلنو امتيازونو دنه ورکولو په باب دمعلولينو او دشهيدانو دوارثانو شکايت وڅيړل شو اووپتيل شوه چې ددغه وزارت معين او اړونده مسوولين دي دکميسيون په راتلونکي غونډه کې ځواب ووايي . دغه راز په غونډه کې دملي امنيت دلوى رياست داړتيا وړ ليږدونکو وسايطو دبشپړولو د قرارداد د فسخه کولو په باب د مارکوپولو دموټر پلورني شرکت شکايت ددغه رياست له خوا وړاندي شو او وپتيل شو چې دملي امنيت دلوى رياست تخنيکي مرستيال او ديارلسمې اوڅوارلسمې اداري رييسان دي دکميسيون په يوه غونډه کې په دي باب څرګندونې وکړي . په همدي ترتيب دکابل پوهنتون د وترنري پوهنځي تر ملکيت لاندې ځمکه کې دافغان امريکايي پوهنتون د تاسيساتو دجوړولو په باب ددغه پوهنځي شکايت وڅيړل شو اووپتيل شوه چې د دغو تحصيلي مرکزونو رييسان دي دکميسيون په راتلونکي غونډه کې ګډون وکړي . چې دستونزي په حل کولو کې عملي اقدام وشي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: