تخار لوبډلي ولايتي سياليو ته لار وموندله

د تخار ولايتي لوبډله به د راتلونکي شل اوريزي ولايتي سيالۍ ۲۴مه لوبډله وي. تر دې مخکي د دې سيالۍ لپاره درويشت لوبډلي په ګوته شوې وې او د ۲۴مې لوبډلي د معلومولو لپاره کرکټ بورډ د تخار، کوچيانو، غور، سمنګان، دايکندي، او باميان لوبډلو ترمنځ سيالي ترسره کړه. په نيمه پايلوبه کي تخار سمنګانو او کوچيانو باميان لوبډلي ته ماته ورکړې وه. په پايلوبه کي کوچيان او تخار لوبډله سره ولوبېدل چي تخار کوچيانو ته ماتې ورکړه او د ح ګروپ کي ځانته ځاي جر کړ. ګروپونه اوس په لاندې ډول دي: ګروپ لوبډلي الف ګروپ پکتيا، پروان او زابل ب ګروپ کندوز، پنجشير او کاپيسا ج ګروپ لوګر،غزني او بلخ د ګروپ خوست، بغلان او هلمند ه ګروپ ننګرهار، بدخشان او نورستان و ګروپ کونړ، پکتيکا او هرات ز ګروپ کندهار، لغمان او جوزجان ح ګروپ کابل، وردګ او تخار ولايتي شل اوريزې سيالۍ به د شمشاد تلويزيون په ژوندۍ بڼه د کرکټ مينوالو ته وړاندي کوي. د ولايتي شل اوريزه سيالۍ سپانسران به افغانستان کي د اتصالاتو مخابراتي شرکټ او په افغانستان کي د سپريم ګروپ نړيوالې لوجستکي شرکت کړي. شمشاد تلويزيون سره د دې سياليۍ د خپرولو لپاره مالي مرسته اتصالاتو کړي، دا دويم ځل دي چي ولايتي سيالۍ د شمشاد تلويزيون خپروي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: