د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، چي ددغه ولایت د راډیو او تلویزیون نوې ودانۍ جوړیږي. د زابل د اطلاعاتو او کلتور رئیس بسم الله لودین ازادۍ راډیو ته ویلي چي، ددغي ودانۍ ټول لګښت یو لک امریکایي ډالره کیږي، چي په دغه ولایت کي یې د رومانیا د ولایتي بیارغوني ډله ورکوي. نوموړي وویل چي ددې ودانۍ د جوړیدو کار په څلورو میاشتو کې بشپړیږي.
Advertisements
Filed under: وروستي خبرونه |
ځواب دلته پرېږدئ