د سولې ورځ

پرون په افغانستان کې د سولې ورځ ولمانځل شوه. دا یو ډېر ستر کار دی باید هر افغان او د نړۍ هر سوله دوست وګړی یې ملاتړ وکوي. خو د ارمان ځای دا دی چي دا کار پس له ډېره اوږده ځنډه وشو. پکار نه ده چي دا یې لومړی او وروستی ځل وي، بلکې بویه چي موږ هر ورځ د سولې په هکله وَګایږو، ناستې، غونډې او پېنډې وکوو.

 بل لوی ارمان دا دی چي موږ له تر اوسه جګړې ته ستونزه نه ده ویلې. موږ بل هر شي ته ستونزه وایو ، خو جګړې ته مو لا د ستونزې په سترګه نه دي کتلي. موږ سېلاب او وچکالي ته ستونزه وایو. خو جګړې ته مو ستونزه نه دي ویلي. د سیلاب د مخنیوي لپاره پاټونه او بندونه جوړوو او د وچکالۍ لپاره هم هر ډول هڅې کوو. خو افغان لا تر اوسه د جګړې د مخنیوي لپاره کومه ډله، سوچ ټانک، ګوند یا څېړنډله نه ده جوړه کړې. نه یې د جګړې غندلو لپاره کومه ناسته، لاریون یا مېله جوړه کړې ده. د خدایي خدمتګار غورځنګ له کارونو هم نن کول نااګاه دی.    

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: