په زابل کې د لوېدلې څرخکې قربانیان امریکایان دي

زابل د والي ویاند محمد جان رسولیار،چې په ولایت کې یې دا څرخکه لوېدلې وه، وویل چې د دې څرخکې په لوېدو کې طالبانو هیڅ راز لاس نه درلود.

په افغانستان کې پرون د ناټو ځواکونو په لوېدلې څرخکه کې نهه تنه وژل شوي پوځیان امریکایان ول.

پرون د ناټو ځواکونو اعلان وکړ چې د دوی یوه څرخکه د افغانستان په جنوب کې لوېدلې او په نتیجه کې یې نهه پوځیان وژل شوي دي.د ناټو ځواکونو په لومړنیو خبرونو کې ویل شوي وو چې اکثره وژل شوي پوځیان امریکایان دي خو اوس څرګنده شوه چې نهه واړه امریکایان دي.

له ېښې وروسته د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي وویل چې د ناټو ځواکونو څرخکه دوی ویشتې ده خو د ناټو ځواکونو ویاند د طالبانو ادعا رد کړه.

د زابل د والي ویاند محمد جان رسولیار،چې په ولایت کې یې دا څرخکه لوېدلې وه، وویل چې د دې څرخکې په لوېدو کې طالبانو هیڅ راز لاس نه درلود.

د رسولیار په ادعا که څه هم د دې پېښې په باب څېړنې دوام لري خو ډېر ګومان دا دی چې هغه د تخنیکي ستونزو له کبله غورځېدلې ده.

له بلې خوا د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې پرون د سړک د غاړې د یوه ماین د چاودنې له امله پنځه تنه مړه او څلور نور ژوبل شول.

د شینوارو ولسوال سیف الله بیدار وویل چې دغو خلکو دسړک جوړونې په یوې کمپنې کې کار کاوه.

خبر زیاتوي چې د دریو ټپیانو وضعه چندان ښه نه ده.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: