کوچنر: ملا عمر په پاکستان کې دی

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر برنارد کوچنر په پاریس کې وویل، چې هر څوک پوهیږي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر په پاکستان کې دی.

 د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر تور پورې کړ، چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د بلوچستان په مرکز کوټه کې دی. د ه له اسلام اباده په کلکه وغوښتل، چې په خپله خاوره کې ترورستانو ته ځای ورنه کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر برنارد کوچنر په پاریس کې وویل، چې هر څوک پوهیږي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر په پاکستان کې دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر له اسلام اباده وغوښتل، چې په دې برخه کې ډير څه وکړي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ د خپل هیواد د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمیټې ته څرګنده کړه، چې دا له چا پټه نه ده چې ملا محمد عمر که اوس په کراچۍ کې نه دی په کوټه کې دی.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي روانه اوونۍ د امریکا په متحد ایالاتو باندې د دوه زره لومړي میلادي کال د سپتمبر د نهمې نیټې د بریدونو د کالیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د طالبانو د بغاوت چینه په افغانستان کې نه شته.

ولسمشر کرزي پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي څرګنده کړه، چې د طالبانو پناه ځایونه له دې خاورې دباندې دي. ده وویل، باید په دې جګړې کې د ترورزم پر منابعو او ریښو تمرکز وشي.

په وروستیو کې په افغانستان کې د سولې عالي شورا جوړه شوه او ولسمشر کرزي ژمنه وکړه، چې ډیر ژر به د دې شورا غړي اعلان شي.

افغان حکومت تمه لري، چې د سولې په خبرو کې به اسلام اباد هم له کابل سره مرسته وکړي، خو د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر برنارد کوچنر پرون وویل چې کابل په داسې شرایطو کې ولې پر اسلام اباد غږ کړی دی چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې مرسته راسره وکړي، چې د طالبانو مشر په کوټه کې دی او د طالبانو مشرانو په پاکستان کې پناه اخیستې ده.

پاکستان تل دا تورونه رد کړې دي، چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي. پاکستان وایي، چې د دوی یو نیم لک پوځیان له افغانستان سره د سرحد په اوږدو ځای پر ځای شوې دي او د مشکوکو ترورستانو پرضد یې هڅې روانې کړې دي.

په لویدیځ کې یو شمیر پر پاکستان دا انتقاد کوي، چې د پاکستاني طالبانو پر ضد عملیات کوي خو افغان طالبانو ته څه نه وایي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: