ډاکټر عبدالله : که د درغلیو او سرغړونو په اړه سمه څیړنه ونه شي انتخابات به ښې پايلې ونه لري .

د افغان حکومت د اپوزیسیون مشر داکټر عبدالله عبدالله وايي چې دغه انتخابات له ستونزو سره مخ ول او پراخه درغلي هم په کې شوې ده .

ډاکټر عبدالله چې د چهارشنبې په ورځ یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل چې لاهم فرصت شته چې تللي اعتماد تر یو ځايه بیرته خپل شي.

عبدالله خبرداری ورکړ که د درغلیو او سر غړونو په اړه سمه څیړنې ونه شي د غه انتخابات به ښې پایلې ونه لري :

( زما پیغام د انتخاباتو جوړونکو، د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون او ټولو هغوی ته چې په دغه بهیر کې شامل دي دا دی چې د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې لاسوهنه به ښې پایلې ونه لري ، او په هیڅ ډول ، هیڅ څوک باید د یو لویې درغلۍ مسوولیت پر غاړه وا نه خلي ، لا هم فرصت شته چې تللي اعتماد تر یو څايه بیرته خپل شي . )

داکټر عبدالله وویل په ګنو سیمو کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو تیروتنې او د درغلۍ تکرار شوې دي.

هغه په ځانګړي ډول په نا امنو سیمو او د مخورو کسانو په کورونو کې د رائې ورکونې د مرکزونو پرانیستل او دغه شان د جعلي کارتونو د کارونې مواردو ته اشاره وکړه .

داکتر عیدالله د ازادۍ راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د راتلوتکې ولسي جرګې په سلو کې اویا غړي به د تغیر او امید له ایتلاف څخه وي خو نوموړي زیاته کړه چې ښایي دغه شمیره د ولسي جرګې د انتخاباتو د ورستیو پایلو تر اعلان ورسته بدلون ومومي .
 

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: