سوله

دلوی عزوجل په مرسته موږ په ګران هیواد افغانستان کی دسولی دعیادې لپاره خپل غږ راپورته کړی دی. را ځی چه په دی با ندی فکر وکړو چه ځرنګه کولای شو چه یوه اوبل ته دوستی او وروری لا سونه ورکړو او یو او بل په غیږ کی ونیسو، په ګران افغا نستان کی دازادی او عدالت دلاری دټولو شهیدانو وارمان ته چه هغه سوله او امنیت دی خدمت وکړو، زمونږ کامیا بی او پیروزی دیوه اوبل په ضد په لیکلو اوویلو کی نه ده، بلکی پر عکس زمونږ کامیابی او برې په خپل منځ او دټولو افغا نانو سره داتحاد او اتفاق په صوورت کی انشالله حتمی او ضروری ده، داځو ګاله کیږی چه زمونږ یو تعداد دوستان په خپل منځ کی دیوه اوبل په ضد لیکنی او دحقیقت څخه لیری ناوړه تبلغات کوی، تاسی دخپل ځان سره قضاوت وکړی چه دی کار کومه نتجه ور کړی ده بیله دی څخه چه خپل ځان ددښمنانو په مقا بل کی ضعیف او نا توانه معرفی کړو، نه مو کوم خاص لوی او غشتلی ګوند جوړ کړی او نه مو وکولا ی شوای خاوری او وطن ته خدمت وکړو، هریو جلا جلا ددونیا په یوه اوبل کنج کی له ځان سره اخته یو او نورو ته سترګی په لاریو چه زمونږ داخراب شوی افغا نستان چه مونږ افغا نانو په خپل لاس خراب کړی دی دوی را ته ګل ګلزار او جوړ کړی .

 که زمونږ دلا سه څه نور پوره نه دی، هلته په داخل په ګران افغا نستان کی اکثریت دوطن ګوند او دافغا نستان دخلق دموکرا تیک غړی او دګرانو شهیدانو باز مانده ګان شته چه دازادی او دموکراسی چیغه یی دافغانستان په نا امنه شرایطو کی پورته کړی ده له هغوی سره کمک وکړو او ځبل اواز له هغوی سره هم هنګ او چت کړو، مونږ جنا یت او کوم خیا نت نه دی کړی چه ځانونه پټ کړو، مونږ غواړو چه جنایت کاران ولو دا هر ځوک او په هر حزب او ګروب پوری ارتباط لری با ید دمحکمی میز ته را کش شی او دبیګنا ه خلګو حقوق ورځنی واخستل شی او دبدو اعما لو جزا ور کړه شی .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: