خوست: د ۴۰ طالبانو د وژلو خبر وركړل سو

په خوست ولايت کې ځايي امنيتي چارواکي وايي چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ٤٠ وسلوال طالبان وژل شوي دي. د خوست ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي پژواک خبري اژانس ته ويلي چې دغه عمليات په سرحدي ولسوالۍ ګربزو کې ترسره شوي دي. هغه زياته کړه چې وسلوالو طالبانو په ګربزو ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر امنيتي پوستو وړمه شپه بريد کړى و او نښتې ترسهاره دوام درلود. د نوموړي په وينا، د ناټو ځواکونو په ځوابي هوايي بمبار کې تر ٤٠ پورې وسلوال طالبان ووژل شول، ملکي وګړيو او ګډو ځواکونو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى. طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې دوى په ياد شوي بريد کې ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د نوموړي په وينا، کله چې طالبان بېرته خپلو سيمو ته ستانه کېدل، نو د بهرنيو ځواکونو تر هوايي بمبار لاندې راغلل ، ٤ تنه يې ووژل شول او دوه يې نادرکه دي

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: