کندهار: د نويو عملياتو د پيل خبر ورکړل سو

په کندهار ښار کي د عملياتو دپيل خبر ورکړل سو .
د ولايت د مطبوعاتي دفتر څخه خپره سوي خبرپاڼه وايي چي د ولسوواليو تر څنګ په ټول کندهار ښار کي هم سر له ننه د ملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت او ايتلافي ځواکونو له خوا تصفيوي عمليات پيل سوي چي مشري يې د کندهار د امنيت  امر فضل احمد شيرزاد پر غاړه لري چي د کندهار ټولي ناحيې به يې تر پوښښ لاندي راسي او په ترڅ کي به يې په کندهار ښار کي ګرځيدونکي ټول وسايط، شکمن کورونه او کنډوالي  هم پلټل کيږي.
خبرپاڼه زياتوي چي په کندهار ښار او شا وخوا ولسواليو کي د همکارى د تدابيري پلان لاندي په روانو پلټونکو عملياتو کي په سلګونه افغان او ايتلافي ځواکو نه برخه لري چي په نتيجه کي به يې ډير ژر کندهار د پوره امنيت څخه برخمن سي .
 د سرچيني په حواله چي د کندهار د امنيت امر سمونوال فضل احمد شيرزاد پر کندهار ښاريانو ږغ وکړ څو له امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي او هغوى ته يې ډاډ ورکړ چي ټول امنيتي ځواکونه د ښاريانو د خدمت لپاره کار کوي او تر وسه وسه به هڅه کوي څو د کندهار اوسنى امنيتي حالت  چي څه ناڅه ښه سوى نور هم بهتر کړي.
 په کندهار  ښا او اړوند ولسواليو کي ټول پلټوونکي عمليات په کندهار کي د همکارى د تدابيري پلان يوه برخه ده چي له تېرو څو مياشتو راهيسي پيل سوي او تر اوسه يې لړۍ روانه ده .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: