طالبانو د پيتریوس خبرې بې بنسټه وبللې

د افغانستانو وسلوالو طالبانو د ناټو او امریکايي عسکرو د لوی قومندان جنرال ديويډ پيټریوس هغه څرګندونې بابیزه وبللې چی ویلي يي وو له طالبانو سره خبرې پيل شوې دي. ښاغلي پيټریوس ویلي وو چې د طالبانو ځينو مشرانو د افغانستان د حکومت له ځينو مشرانو سره د سولې په اړه کتلي دي. د طالبانو یوه تن ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي د پيټریسو دغه څرګندونې په مکمله توګه بې بنسټه دي او هېڅ صحت نه لري. ښاغلی مجاهد زیاتوي طالبان به له بهرنیو ښکيلاکګرو او یا د هغوی له لاسپوڅي افغان حکومت سره هېڅکله خبرو ته غاړه کښينږدي. طالبانو یو ځل بیا هماغه پخوانی شرط وړاندې کړی چی وايي د بهرنیانو تر وتلو پورې به خبرو ته حاضر نشي. تیره ورځ رسنیو د پيټریوس هغه خبر ې راخیستې وې چې ويلي یی وو یو شمیر ټيټ پوړو طالب مشرانو او د هغوی جنګیالیو منلې ده چې وسلې به پر مځکه ږدي او جګړه به نه کوي. تیره ورځ د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي لخوا یو ځل بیا پر طالبانو د جګړې نه کولو غږ وشو، او له احساساتو په ډکه وینا کې یې تر سترګو اوښکې وبهیدلې. کرزي وویل په هیواد کې هره ویشتل شوې مرمۍ د هیواد په ګوګل او زړه لګیږي، چې موږ ته یې تاوان او زموږ دښمنانو ته یې ګټه رسیږي. د کرزي تر خبرو څو ساعته وروسته په کابل کې د شاوخوا ۷۰ کسانو په غړیتوب د سولې د عالی شورا نوملړ خپور شو. په دغه شورا کې ګڼ قامي مشران، جهادي ليډران، ښځې، د طالبانو ا و اسلامي حزب پخواني غړي هم دي.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: