غزنى: چاودني د والي مرستيال وواژه

نن سهار په غزني ښار کې په سوې چاودنه کې د والي مرستيال محمد کاظم الله يار او د هغه د کورنۍ دوه غړي وژل سوي او يو شمېر نورو ملکي وګړيو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجي د غزني ښار د څلورمې حوزې اړوند د تېلو د زاړه ټانک په سيمه کې وسوه. د غزني چارواکو ويلي دا لا مالومه نه ده، چې ايا دا ځانمرګي بريد و، او که پر موټر سايکل ځاي پر ځاي سوي چاودېدونکي توکي. په سيمه کې د پوليسو يو تن افسر چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، رسنيو ته ويلي چې په دې چاودنه کې د ولايت مرستيال محمدکاظم الله يار، دهغه زوى او يو وراره وژل سوي او يو شمېر نورو ملکي وګړيو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د غزني چارواکو ويلي دا لا مالومه نه ده، چې ايا دا ځانمرګي بريد و، او که پر موټر سايکل ځاي پر ځاي سوي چاودېدونکي توکي. د چارواکو په وينا دا مهال يې د چاودنې په اړه پلټنه پيل کړې ده. د مرستيال والي د وژني په اړه تر دي مهاله د غزني چارواكو څه نه دي ويلي د پېښې پړه هم تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې او نه يې هم څوک په تور نيول سوي دي . .

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: