زلمی رسول: د تروریزم پرضد جنګ له افغانستانه دباندې وکړئ

زلمي رسول د دوشنبې په ورځ د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې د وزیرانو کالنۍ غونډې ته وویل چې دا ډلې(تروریستي) خپل عملیات او حملې په سیمه کې پراخوي.

وزیر امریکا ،ناټو او نورو متحدانو ته خبرداری ورکړ چې که دوی غواړي چې د تروریزم پرضد جګړه وګټي ، باید د افغانستان له کلیو او بانډو لېرې پام وکړي او داسي ستراتیژي خپله کړي چې په قاطعیت تروریستي ډلې او شبکې له منځه یوسي.

د افغانستان حکومت په ځانګړي ډول ولسمشرکرزی تل وايي چې نړیوال ځواکونه باید د طالبانو پر ضد جګړه د افغانستان پرځای د افغانستان له خاورې دباندې(پاکستان) وکړي ځکه چې د دوی په وینا تر څو چې په بهر کې د طالبانو د روزلو،جذبولو،تمویل او تجهیز امکان له منځه نه وي تللی جګړه نه شي ختمېدای.

زلمي رسول د دوشنبې په ورځ د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې د وزیرانو کالنۍ غونډې ته وویل چې دا ډلې(تروریستي) خپل عملیات او حملې په سیمه کې پراخوي.

د افغانستان د بهرنیوچارو وزیر همداراز بې له دې چې د کوم هیواد نوم یاد کړي ، وویل : تر څو چې ځینې حکومتونه او غیر حکومتي لوبغاړي القاعده او د دې شبکې اړوندو ډلو ته پناه ، وسلې او مالي مرستې ورکوي، دوی به په همدې شکل بېرونکې او وژونکې دښمنۍ ته دوام ورکوي.

ښاغلي رسول وویل افغانستان ځان ژمن بولي چې له پاکستان او د سیمې له نورو هیوادونو سره د تروریزم پر ضد په مبارزه کې همکاري وکړي.

هغه دا هم وویل چې افغانستان به له خپلو ګاونډیو او نورو نړیوالو متحدانو سره د مخدرو موادو د مخنیوي په برخه کې هم همکاري وکړي.

تاند

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: