سروراحمدزی: دپښتوخبري پاڼو بندول دبیان ازادي ټکوي

ه افغانستان کي د تیرو ولسمشریزو ټاکنو کي ولاړ کاندید سرور احمدزی دپښتو خبري ویبپاڼو بندول په کلکه وغندل او داکار ئې دولت لخوا دبیان دازادۍ ټکول وبلل .

احمدزی وايي چې (موږ د پښتو درنې ويبپاڼې ټول افغان او بېنوا د افغان چارواکو له خوا  بندول په کلکه غندو. دا ښيي چې نه يواځې افغان حکومت خلکو ته په ټولنيز عدالت برابرولو کې پاتې راغلی دی بلکه د بيان ازادي هم ټکوي او ديموکراتيک ارونه له پښو لاندې کوي چې جنګسالاران وساتي، او خپلو شرمونکو اعمالو ته دوام ورکړي)

دیادولو وړده چي دبېنوا پاڼه د رسنیو دڅار دکمیسون په غوښتنه دلوی څارنوالۍ په امر بنده سوې ده چي په دواړه اورګانونو کي بېنوا پاڼي ته هیڅ نوعه خبر نو ورکړه سوی او نه هم دسپیناوي موقع ورکړه سوه .

دحقوقي چارو شنونکي وائې چي دافغانستان لویه څارنوالي چي یو عدلي اورګان دي او دعدالت تمه ترې کیږي دداسي یوطرفه پریکړو په صادرولو سره پر دولت دخلکو اعتماد یو مخ له منځه وړي . بل خوا ددې پاڼي زیاتره لوستونکو په فیس بوک کي چي یو نړیواله اړیکتیائي شبکه ده په دې موضوع کي دافغانستان دلوی څارنوال دمحکمه کیدو غوښتنه کړې ده چي ولي ئې خپل اصول دیوکس دغوښتنو لپاره ترپښو لاندي کړل

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: