په پاکستان کې د القاعده يو مهم غړى وژل شوى

د پاکستان يوه امنيتي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل، نوموړى د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په تازه حمله کې وژل شوى دى.

د پاکستان امنيتي چارواکي وايي د القاعده ډلې عملياتي مشر چې په افغانستان او پاکستان کې يې فعاليت کاوه، د پاکستان په قبايلي سيمه کې، د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوى دى.

چارواکو دا خبر نن رسنيو ته ورکړ، کله چې د القاعده يو مهم غړى مصطفى ابويزيد ووژل شول، په مې مياشت کې يې پر ځاى شيخ فتح وټاکل شو، چې هغه په دې برخه کې د القاعده بريدونه تنظيمول.

د پاکستان يوه امنيتي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل، نوموړى د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په تازه حمله کې وژل شوى دى.

شېخ فتح چې ويل کېږي د مصر و، د شنبې په ورځ په شمالي وزيرستان کې ووژل شو، په دې وروستيو کې پر شمالي وزيرستان د امريکا د بې پېلوټه الوتکې بريدونه زيات شوي دي، په دې اعتراض د پاکستان د پارلمانونو استازو هم خپل ږغ پورته کړ او دا يې د امريکا له لوري د پاکستان د حاکميت له حق څخه سرغړونه وبلله. پاکستاني چارواکي وايي په وروستيو درېيو ورځوکې ځينې ملکيان هم وژل شوي دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: