کاناډايي چارواکي وايي د کندهار امنیتي وضعیت نسبتاً ښه شوی

کاناډا حکومت په هرو څلورو میاشتو کې یو ځل په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او په دې هیواد کې د کاناډایانو د اقداماتو په باب د خپل هیواد پارلمان ته راپور ورکوي .

په کاناډا کې پوځي چارواکي وايي چې د کندهار په هغو سیمو کې ،چې کاناډايي پوځیان د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه لري، امنیتي حالات په نسبي ډول ښه شوي دي.

په افغانستان کې د کاناډايي ځواکونو لوی درستیز ویلي ،سره له دې چې په دوبي کې د دوی ستونزې زیاتې وي خو د ده په نظر په وروستیو کې هم د طالبانو د حملو او هم د بمي چاودنو شمېر کم شوی دی.

د کاناډا حکومت په هرو څلورو میاشتو کې یو ځل په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او په دې هیواد کې د کاناډایانو د اقداماتو په باب د خپل هیواد پارلمان ته راپور ورکوي .

د دغو راپورونو په وروستي یوه کې د دې خبرې د منلو په ترڅ کې چې په دوبي کې د طالبانو حملې تېزې شوي دا هم ویل شوي چې په دې وروستیو کې د کندهار په هغو سیمو کې چې کاناډايي پوځیان مېشت دي ،د امنیتي وضعیت د ښه کېدو نښې لیدل کېږي.

په افغانستان کې د کاناډايي پوځیانو لوی درستیزډګروال ډک کلاګیټ په دې اړه خبریالانو ته وویل :«په دوبي کې ستونزې او چلنجونه موجود ول خوکه حالاتو ته وګورو په هغو امنیتي عملیاتو کې چې د نورو ځواکونو او د افغانستان د ملي اردو اوملي پولیسو په همکارۍ مو ترسره کړي دي، ډېرې مثبتې نښې ولیدل شوې.»

په افغانستان کې د کاناډايي ځواکونو لوی درستیز د مثال په توګه وايي چې سږ کال د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځ په پنجوايي ولسوالۍ او د کندهار په لوېدیځو سیمو کې هیڅ راز امنیتي پېښه ونه شوه حال دا چې تېر کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ورځ له کاناډايي پوځیانو په ډېرو مواردو کې د طالبانو د حملو په وړاندې او په سړکونو کې د اېښودل شویو بمونو د شنډولو لپاره مرسته غوښتل شوې وه.

کاناډايي چارواکي وايي،په دې سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو د شمېر زیاتېدا او همداراز په کندهار کې د زرګونو تازه دمو امریکايي پوځیانو ځای پرځای کېدا په دې ولایت کې د امنیتي وضعیت د نسبي ښه کېدا عوامل دي.

دوی دا هم وايي چې له نړیوالوځواکونو سره د ولسوالانواو قومي مشرانو همکارۍ هم په دې برخه کې ګټه رسولې ده.

له بلې خوا ځینې خپلواک پوځي څارونکي د کندهار په یوشمېر ولسوالیو کې د امنیتي حالاتو د ښه کېدو بل دلیل هم یادوي.دوی وايي په دې وروستیو کې د طالبانو پر قومندانانو ځانګړې حملې ، چې د استخباراتي مالوماتو پراساس کېږي، زیاتې شوې دي.دا ډول حملې تر یوه حده اغېزمنې او ګټورې وې.

په همدې حال کې سره له دې چې په کندهار کې د (همکارۍ) په نوم پراخ عملیات چې له ډېرې مودې راهیسي یې په باب خبرې کېږي،تراوسه پوري نه دي پیل شوي ، خو په نورو نومونو د کندهار په بېلابېلو سیمو کې عملیات روان دي.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: