مه پرېږدئ چې راتلونکي نسلونه هم په پردو هیوادونو کې لوی شي

ولسمشر کرزي د خپلې وینا په یوه برخه کې له وسله والو مخالفانو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او د خپل هیواد د بچیانو په لیک لوست کې ونډه واخلي.

د افغانستان ولسمشرحامد کرزي ته ، تیره ورځ هغه مهال چې په افغانانو یې ږغ کاوه چې له عقله کار واخلي او دا خبره یې کوله چې د سولې لپاره ګړندي ګامونه واخلي او کنې راتلونکي نسلونه به یې در په دره او په پردو وطنونو کې سرګردانه وي ، ژړا ورغله .

کرزي ،په داسي حال کې چې د سولې د عالي شورا غړي معرفي کول .وویل : افغانان باید په خپل هیواد کې واوسي او هغه ته خدمت وکړي.

کرزي په ژړغوني ږغ وویل که سوله ونه کړو افغان هویت به له لاسه ورکړو.کرزي چې په خپله یې ډېر کلونه له خپل هیواده دباندې د مهاجرت شپې ورځې تېرې کړي، وویل :«زه نه غواړم چې زما زوی میرویس بهرنی وي،زه غواړم چې میرویس افغان وي.»

له افغانستانه دباندې ډېر شمېر لوی شوي افغان ماشومان ،له دې کبله چې د خپل هیواد په باب له جنګ جګړو پرته بل څه نه اوري، نه غواړي چې په خپل هیواد کې ژوند وکړي .حتي یوشمېر په دې شرمېږي چې افغانان وبلل شي او یوشمېر نور دې ته نه حاضرېږي چې په خپل هیواد کې حتی د وزارت د چوکۍ په خاطرپردی تابعیت له لاسه ورکړي.

ولسمشر کرزي د خپلې وینا په یوه برخه کې له وسله والو مخالفانو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او د خپل هیواد د بچیانو په لیک لوست کې ونډه واخلي.
کرزي چې له سترګو څخه یې اوښکې توییدې وویل، هیڅکه نه غواړي چې زوی یې میرویس او یا هم د کوم بل افغان زوی له دې هیواد څخه بهر، تګ ته اړ شي:

«په خدای قسم درد او ویره لرم، چې خدای مه کړه، زوی مې میرویس او یا د بل افغان زوی بهر تګ ته اړه شي او بهرني شي، غواړم زوی مې میرویس همدلته په دې وطن کې ښوونځي ته ولاړ شي، افغان استادان یې ورزي، هدلته ستر شي او همدلته خاورو ته وسپارل شي.»

ښاغلي کرزي وویل، چې د لیک لوست له زده کړې پرته په دې هېواد کې پرمختګ امکان نه لري او هرافغان باید په دې برخه کې ځان مسوول وبولي: «موږ باید د خپلې خاورې د اولاد د روزنې لپاره کوښښ وکړو، بچیانو ته تعلیم ورکړو او مشرانو ته د سواد زده کړې، که هغه درېش کلن دی، څلوېښت او کنه پنځوس کلن باید د سواد زده کړه وکړي. د ښوونې وزیر، د دې خاورې استادان، مشران او ټول افغان دې ته اړ دي، چې ځان له دې بدبختیو څخه راوباسي .»

ښاغلي کرزي دا هم وویل چې په افغانستان کې اوس هم څه باندې لس ملیونه کسان له لیک لوست څخه بې برخې دي او باید چې دوی ته که په هرعمر کې وي د لیک لوست د زده کړې زمینه برابره شي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: