اپاچي هیلي کوپترو د پاکستان په خاوره کې ۳۰ طالبان ووژل

اټو ترمشرۍ لاندې ځواکونو پرون وویل چې د دوی دوې جنګي اپاچي هیلي کوپترې د جمعې په ورځ وروسته له دې په یاغیانو پسې تر پولې واوښتې چې هغوی په خوست ولایت کې د نړیوالو ځواکونو پر یوې پوستې برید وکړ.

د ناټو ځواکونو هیلي کوپترې په یوه نادر اقدام کې په وسله والو طالبانو پسې د پاکستان خاورې ته واوښتې اود دغو ځواکونو په وینا درش تنه سخت دریځي یې ووژل.د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونو پرون وویل چې د دوی دوې جنګي اپاچي هیلي کوپترې د جمعې په ورځ وروسته له دې په یاغیانو پسې تر پولې واوښتې چې هغوی په خوست ولایت کې د نړیوالو ځواکونو پر یوې پوستې برید وکړ.

د ایساف ویاند بریدګي مټ سمیرز تایید کړه چې د دوی هیلي کوپترو د پاکستان په خاوره کې پر سخت دریځو برید کړی.ده ونه ویل چې په دې حمله کې د کومو هیوادونو ځواکونو برخه لرله، خو امریکا یوازینی هیواد دی چې په افغانستان کې یې ځواکونه اپاچي هیلي کوپترې لري.

امریکايي پوځیان عموماً د پاکستان په خاوره کې د طالبانو او القاعده پرضد له بې پېلوټو الوتکو کار اخلي.

د پاکستان له شمال لوېدیځ څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې امریکايي بې پېلوټو الوتکو پرون د افغانستان پولې ته نژدې پر قبابلي سیمه دوه توغندي وویشتل.

د پاکستان د استخباراتي مقاماتو په وینا دا حمله په شمالي وزیرستان کې پر یوه کور وشوه او په نتیجه کې یې اووه تنه مشکوک سخت دریځي ووژل شول.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې په روانه میاشت کې دې ته ورته ټولټال نولس بریدونه شوي او په قبایلي سیمو کې یې شاوخوا نوي تنه وژلي دي.

د پاکستان قبایلي سیمې د وسله والو طالبانو او القاعده مهم مرکزونه ګڼل کېږي او ویل کېږي چې دوی په افغانستان کې د حملو لپاره په همدغو سیمو کې ځانونه تنظیموي.

ایساف په یوه اعلامیه کې چې پرون ناوخته یې خپره کړه ، ویلي چې د دوی هیلي کوپترو د جګړې له اصولو سره سم د پاکستان په خاوره کې وسله وال یاغیان تعقیب کړل.

د ایساف په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې دوو کیوا هیلي کوپترو هم د شنبې په ورځ لږ ترلږه څلور سخت دریځي ووژل او بېرته راغلې.په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې ایا دا دوې هیلې کوپترې هم له پولې اوښتې وې او کنه.

ناټو ځواکونو دا هم ویلي چې د شنبې په ورځ ناوخته یې د پاکستان د پولې په اوږدو کې په کونړ ولایت کې د القاعده شبکې پر یوه مهم قومندان بمباري وکړه.د ناټو ځواکونو په ادعا دغه کس په سیمه کې د یوشمېر عربانو قومنداني په غاړه لرله.

د ناټو ځواکونو په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې قومندان وژل شوی او کنه دی خو دا یادونه شوې چې د دغه قومندان د استوګنې ودانۍ په بمبارۍ کې نړېدلې ده.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: