د کندهار سختو عملیاتو په زرګونو خلک بې ځایه کړي

افغان او نړیوالو ځواکونو په کندهار ولایت کې بالاخره هغه پراخ عملیات پیل کړي چې له تېر کال راهیسي یې د هغو په باب تبلیغات کول.

جګپوړو مامورینو پرون وویل چې په کندهار کې د طالبانو پرخلاف د ناټو ځواکونو د سختې جګړې له کبله په سلګونو کورنۍ مجبوره شوي چې کور اور ته شا واړوی او نورو سیمو ته ولېږدي.

افغان او نړیوالو ځواکونو په کندهار ولایت کې بالاخره هغه پراخ عملیات پیل کړي چې له تېر کال راهیسي یې د هغو په باب تبلیغات کول.

تاند ته رارسېدلي راپورونه وايي چې خلک د کندهار ښار په شاوخوا کې له هغو ولسوالیو او سیمو تښتي چې طالبانو پکې نفوذ درلود او اوس د افغان، ناټو او امریکايي پوځیانو سخت عملیات پکې روان دي.

د کندهار ولایت د کډوالو د چارو ريیس محمد اعظم نوابي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:« په یوه میاشت کې کندهار ښار ته له ژړۍ او ارغنداب ولسوالیو څخه تر نهه سوه زیاتې کورنۍ راغلي.لا هم خلک له خپلو کلیو په تېښته دي او کله چې ښار ته رارسېږي نو خورا په بد حالت کې وي.»

ده دا هم وویل چې اکثره خلک تش لاس کندهار ښار ته کډواله کېږي.

ځینو کډوالو،چې د جګړې له ډېرسخت میدان یعني ارغنداب څخه کندهار ښار ته تللي ، وویل،دوی د د حاصلاتو په وخت له خپلو مېنو وتلو ته مجبوره کړای شول.دې کار د دوی د ژوند او ګوزارې امکانات له منځه یووړل .

شپږ پنځوس کلنې ګلالۍ وویل:«زما د کورنۍ درې غړي، زوی او دوه لمسیان، هغه وخت ووژل شول چې راکټ مو په کور ولګېد.»

هغې همداراز وویل:« موږ مجبوره شوو چې کور پرېږدو، هم طالبانو او هم امریکایانو وژلو.»

پنځه څلوېښت کلن حاجي محمد خان وویل :« که وتلي نه وای ، وژل کېدو.موږ به په درو څلورو ورځو کې حاصل اخیست خواوس ډېره اندېښنه لرو چې جګړه پیل شوې. انګور او انار زموږ یوازیني عواید دي.»

څه باندې اوو زرو افغان او نړیوالو ځواکونو د کندهار ښار په شاوخوا کې د ښامارګوزار په نوم عملیات پیل کړي .له دې عملیاتو سره په یووخت په کندهار ښار کې افغان امنیتي ځواکونو، چې د ناټو د پوځیانو له لوري یې ملاتړ کېږي ، تلاشۍ پیل کړي دي.

نړیوال ځواکونه غواړي چې ژړۍ، ارغنداب او پنجوايي ولسوالۍ له طالبانو تصفیه کړي.

په دې سیمو کې د ښامارګوزار روان عملیات د همکارۍ په نوم د هغو عملیاتو وروستۍ کړۍ ده چې پنځه میاشتې پخوا پیل شوي وو.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډیویډ پتراییس د سې شنبې په ورځ وویل : دا سیمې له تېرو پنځو کلونو راهیسي د طالبانو په ځالو بدلې شوې دي.

د افغانستان د سره میاشت ټولته اټکل کوي چې د جګړې له سختېدو او پراخېدو سره به د بې ځایه شویو خلکو شمېر نور هم زیات شي.

د افغاني سره میاشت ټولنې د نړیوالوچارو سلاکاراحمدالله احمدي وویل:«موږ اټکل کوو چې د عملیاتو د دوام په صورت کې به په زرګونو نور خلک له خپلو مېنو بې ځایه شي او کندهار ښار ته به مخه کړي.»

احمدي دا هم وویل چې تراوسه پوري په زرګونو بې ځایه شویو کسانو په ښار کې د خپلو خپلوانو کره اړولي او له یوشمېر نورو سره افغان او نړیوالو خیریه موسسو مرسته کړې ده.

د نړیوالوځواکونو او د کندهار د چارواکو په باور کندهار ښار پنځه لکه نفوس لري او تر دې یو څه زیات نور خلک د دې ولایت په نژدې ولسوالیو کې اوسي.

اسوشیتید پريس خبري اژانس وايي هغوی دا اټکل پر دې اساس کوي چې د هرې کورنۍ د غړیو شمېر به پنځه کسه وي حال دا چې د ډېرو کورنیو د غړیو شمېرتر دې زیات دی.

ارغنداب،چې د ښار په شمال لوېدیځ کې دی، همداراز پنجوايي او ژړۍ چې د ښار په لوېدیځ کې دي،له ډېرې مودې راهیسې د طالبانو د نفوذ سیمې بلل کېږي. 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: