وحید عمر: افغانستان له م.م. نه دي غوښتي چې د جنایتونو راپور نه خپروي

ملګروملتو په هغه راپور سترګه پټې کړې چې شورویان،تظیمونه او امریکایي پوځیان پکې پر زیاتیو تورن شوي وو.

د افغانستان حکومت هغه راپور رد کړ چې پراساس یې ویل شوي وو، د افغانستان ولسمشرله ملګروملتو غوښتي وو چې د ۱۹۷۸ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ په دې هیواد کې د بشري حقونو د سرغړونو او زوزیاتیو په باب راپور خپور نه کړي.

د افغانستان حکومت وروسته له دې عکس العمل ښکاره کړ چې لي ټیمپس سویسۍ ورځپاڼې وویل چې ملګروملتو په هغه راپور سترګه پټې کړې چې شورویان،تظیمونه او امریکایي پوځیان پکې پر زیاتیو تورن شوي وو.

خو د افغانستان د ولسمشرویاند وحید عمر پرون وویل :«ملګروملتو د افغانستان له حکومت سره د دې موضوع په باب هیڅ رازتماس نه دی نیولی.»

هغه په عین حال کې وویل :«که ملګري ملتونه غواړي چې له خپل مرکزه کوم راپور خپور کړي او د افغانستان حکومت یې مخه نیولی شي، فکر کوم دا ملګروملتو ته یو ډول سپکاوی دی.»

سویسۍ ورځپاڼې لیکلي وو چې دا راپور په سیاسي دلایلو قصداً د ملګروملتو له لوري پټ ساتل شوی دی.

لي تيمپس (Le Temps ) سویسۍ ورځپاڼې ،چې د ملګروملتو د دې درې سوه مخیز سند کاپي یې ترلاسه کړې،ویلي:«په افغانستان کې د ۱۹۷۸ کال د اپریل(د ثورکودتا)او ۲۰۰۱ کال د دسمبر(پر افغانستان د امریکايی پوځیانو د حملې وخت) ترمنځ د شویو جنایتونو په اړه د ملګروملتو راپور په سیاسي دلایلو د ملګروملتو له لوري پټ وساتل شو.
د دې سویسۍ ورځپاڼې له مخې ټاکل شوې وه چې دا مشهورمستند راپور،چې یو کال کار پرې شوی او د ۲۰۰۴ کال په دسمبر کې بشپړ شوی،د ۲۰۰۵ کال په جنورۍ کې خپور شي.
ورځپاڼه وايي سره له دې چې دا راپور او اسناد په ټاکلي وخت خپاره نه شول ، وروسته نور راپورونه هم ترلاسه شوي خو هېر کړای شول.
په راپور کې په غیر منظم ډول د مختلفو وختونو زوزیاتي او ظلمونه په ډاګه شوي خو په مجموع کې د تشدد او زیاتیو هغه موارد پکې شامل دي چې د ۱۳۵۷ کال د ثور له کودتا(د ۱۹۷۹ اپریل) وروسته د شوروي تر یرغله اوبیا له تنظیمواکۍ رانیولې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ايتلاف له لوري د طالبانو د رژیم تر نړولو پوري رسېږي.
د دې راپور په درو ترتیبوونکو کې یوه، لیکوال بارنِت روبین ،چې امریکايي دی، وویل چې ملګروملتو دا راپور د افغانستان د ولسمشرحامد کرزي په غوښتنه خپور نه کړ ځکه چې په هغه کې د داسي کسانو نومونه هم یاد شوي چې حاضردمه د افغانستان په اوسني حکومت کې شامل دي.
بارنت روبین وروسته فرانس پریس اژانس ته وویل چې په دې راپور کې نوي مطالب نشته بلکې ټول هغه مطالب او موارد نغښتل شوي چې تر دې مخکې خپاره شوي او د څه باندې یو کال لپاره په انترنت کې موجود وو.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: