کندهار: د دريو ښوونځيو د جوړيدو قرارداد لاسليک سو

لودين د معروف ولسوالۍ د درې بابه ښوونځيو لپاره قرارداد پاڼي لاسليک سوي . کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د قرار داد پاڼو د لاسليک کوني په هدف په جوړه سوي خبري غونډه کي خبريالانو ته وويل(( لکه څنګه چي خبر ياست څه موده وړاندي يوه ګډ نظامي او ملکي پلاوي د معروف ولسوالۍ ته سفر کړى وو او د ځايې خلکو سره مو په هر ه برخه کي د لازياتي پاملرني ژمنه کړې وه چي نن د درې بابه ښوونځيو د قراردادونو د لاسليک دغه غونډه زموږ د ژمنو د پوره کيدو يو ه بېلګه ده )). هغه وويل چي د يادو درې بابه منځنيو ښوونځيو په جوړيدو سره به په معروف ولسوالۍ کي د ښووني او روزني په برخه کي اوس مهال شته ستونزي تر ډېره حده له منځه ولاړي سي او په دې ولسوالۍ کي به د ښووني او روزني يو نوى ور پرانستل سي. په غونډه کي د کندهار ولايت د ښووني او روزني رياست سرپرست رئېس حاجي نجيب الله احمدي وويل چي د اعلى جرګې، امين نيکه او ابتو منځنۍ ښوونځۍ چي ټول ټال ٨٨ لکه افغان لګښت پري راځي د شپږو څخه تر اتو مياشتو په موده کي د سيمي د خلکو له خوا په پاخه او اساسي ډول ورغول سي. احمدي وايې چي آبوتو ښوونځۍ ١٤ اطاقه او پاته نوري دوې ښوونځۍ لس لس اطاقه لري چي څلور څلور يې اداري شعبې او پاته يې تدريسي ټولګي دي چي په هر ټولګي کي به په دوو وختونو کي ٨٨٠ زده کوونکي زدکړي وکړي. د پوهني سرپرست رئېس وايې چي هر ښوونځۍ څلور څلور تشنابونه او يوه د اوبو ژوره څاه لري چي د رغوني کار به يې ټول د سيمي د اوسيدونکو له خوا تر سره سي څو پکښي د سيمي خلکو ته د کار زمينه هم برابره سي. په نوموړي ولسوالۍ کي د يادو ښوونځيو د جوړيدو خبره په داسي حال کي کيږي چي د ښووني او روزني ريس په دي ولسوالۍ کي د ښووني او روزني حالت سکوت يادوي او په ټول کندهار کي د ١٨٨ ښوونځيو د تړلو خبره کوي

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: