کندهار: پنځو چاودنو ٣٥ تنو ته مرګ ژوبله اړولي ده

تيره شپه په کندهار ښار کي پنځو درنو چاودنو ٣٥ تنه ملکي وګړيو او پوليسو ته مرګ ژوبله واړول . چاودني ماښام اوونيمي بجي د کندهار ښار لويديځ لوري ته د پنجوايي ولسوالۍ او کندهار ښار په دوه لاري کي وسوي چي ټول کندهار ښار يي ولړزاوه. د کندهار د والي وياند زلمى ايوبي وايي چي ټولي پنځه چاودني سوي دي او د سړک د غاړي ماينونه دي چي هدف يي په سيمه کي د پوليسو ګزمه وه د ايوبي په وينا چي د چاودونو په ترڅ کي يي لس تنه وژل سوي چي نهه يي ملکي ماشومان او يو پوليس دى او ٢٥ تنه نور ټپيان دي چي څلور يي پوليس او ٢١ يي ملکي وګړي دي . تر پيښي وروسته .ټپيان د عاجلي درملني دپاره ميرويس روغتون وليږدول سوه چي وروسته روغتون د ويني د کمبود سره مخ سوه او ښاريانو څخه يي د ويني ورکولو غوښتنه وکړه چي په څو دقيقو کي د ويني کمبود هم پوره سو . د ميرويس روغتون ډاکټران وايي چي د ويني په پوره کيدو سره د ډيرو ټپيانو ژوند ژغورل سو . د کندهار د عامي روغتيا ريس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي چي ميرويس روغتون ته د يادو پيښو ٢٦ ټپيان او نهه مړي ور وړل سوي چي د پيښي قربانيان ډير ملکي وګړي دي . په سيمه کي عيني شاهدانو وويل چي پيښه چاودني نه بلکه د بهرنيو سرتيرو د الوتکو بريدونه وه . دوي ويل چي دلته نه چاودنه سوي او نه هم د چاودني نښه وه . په سيمه کي د بينوا همکارانو هم داسي نښه ونه ليده چي د چاودني پر کولو دلالت وکړي په سيمه کي ويجاړ ملکي موټرونه وه چي ټيرونه يي روغ او پر چت يي د ګوليو ټپونه د ورايه ښکاريده

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: