کانګریس ته د سپینې ماڼۍ په راپور کې پر پاکستان نیوکې

راپور په قبایلي سیمو کې د عملیاتو په جاج کې وايي چې پاکستاني پوځیانو په جنوبي وزیرستان کې د سخت دریځو پرضد اقدام وکړ خو هغوی سړک ته نژدې ځای پرځای شول او پرمختګ یې سوکه کړ.

کانګریس ته د امریکا د سپینې ماڼۍ په راپور کې د پاکستان پر پوځ نیوکې شوي او ویل شوي چې دوی د افغان طالبانو او القاعده پرضد له جګړې ډډه کوي چې دا کار د امریکا او اسلام اباد اړیکې نورې هم خرابولی شي.

دا څېړنه چې لومړی پلا د چهارشنبې په ورځ په وال ستریت ژورنال ورځپاڼه کې خپره شوې وه، د افغانستان له ملي امنیتي ځواکونو سره د امریکايي پوځیانو په همکارۍ کې ځینې ښو او مثبتو ټکو ته اشاره شوې ده خو په مجموع کې دا همکارۍ په افغانستان کې د پرمختګ لپاره کافي نه دي بلل شوي.

راپور په قبایلي سیمو کې د عملیاتو په جاج کې وايي چې پاکستاني پوځیانو په جنوبي وزیرستان کې د سخت دریځو پرضد اقدام وکړ خو هغوی سړک ته نژدې ځای پرځای شول او پرمختګ یې سوکه کړ.

د راپور په یو پټه کاپي کې چې فرانس پریس خبري اژانس ترلاسه کړې، سپینې ماڼۍ په زغرده په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو پر عملیاتو نیوکه کړې .پر دې سیمې امریکايي بې پېلوټې الوتکې پر له پسې بریدونه کوي.

راپور وايي چې د پاکستان پوځ نه غواړي په دې سیمه کې عملیات وکړي ځکه چې که دا کار وکړي نو مستقیماً به له افغان طالبانو او القاعده سره ښکېل شي.راپور د پاکستان دا کار د پوځي لومړیتوبونو په پرتله زیات سیاسي عمل بللی دی.

پاکستان پخوا ویلي وو چې ځواکونه یې په نورو جبهو کې مصروف دي او دوی لومړی هغو سیمو ته توجه لري چې زیاتې مهمې دي .

خو د سپینې ماڼۍ ویندوی رابرټ ګېبس دا موضوع نا مهمه وبلله او ویې ویل دا څه نوې خبره نه ده چې موږ د نړۍ په دې سیمه کې ستونزې لرو.خو په عین حال کې موږ هلته پرمختګ هم وینو.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: